ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: سږ کال له اقتصادي او سیاسي اړخه له لاسته راوړنو ډک کال و

عبدالله: سږ کال له اقتصادي او سیاسي اړخه له لاسته راوړنو ډک کال و

author avatar
12 Mar 2018 - 15:50
عبدالله: سږ کال له اقتصادي او سیاسي اړخه له لاسته راوړنو ډک کال و
author avatar
12 Mar 2018 - 15:50

 

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۶): د حکومت اجرائيه رييس روان کال له ننګونو ډک، خو له پام وړ لاسته راوړنو کال وباله او ويې ويل چې حکومت ژمن دی چې په راتلونکي کال کې هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه په خپل کاري لومړيتوب کې راولي.

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله چې نن يې د ۹۶ لمریز کال د وزيرانو شورا په وروستۍ ناسته کې خبرې کولې وويل، حکومت ژمن دی چې د خلکوستونزو ته به رسېدنه کوي او ټينګ هوډ لري چې په راتلونکې کال کې به هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

نوموړي وويل چې په تېرو ۱۷کلونو کې سږ کال ډېر کار شوی او زياته يې کړه، سره له دې چې په دغه کال کې ډېرې امنيتي ستونزې رامنځته شوې، خو په ورته وخت کې يې په اقتصادي او سياسي برخو کې تر ټولو ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.

ډاکتر عبدالله په هېواد کې خراب امنيتي وضعيت او يو د بل پر وړاندې د (جګړې او سولې) دوو جبهو شتون ته په اشارې سره وويل: "هيله ده چې د سولې په جبهه کې يووالی او اتفاق رامنځته شي، څو وکړی شو چې د جګړې جبهې پر وړاندې، تلپاتې سولې ته ورسېږو."

هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل:" له نيکه مرغه چې د بلخ په اړه مسايل د حل کېدو په حال کې دي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د ليندۍ په ۲۷مه نېټه عطامحمد نور د بلخ ولايت مقام له چوکۍ څخه لرې او پر ځای يې انجنير داوود د والي په توګه وټاکه.

عطامحمد نور، د ولسمشر د حکم له منلو  سرغړونه کړې او د بلخ والي په توګه یې خپلې دندې ته دوام ورکړی چې دغه موضوع د ارګ او عطامحمد نور تر منځ د اړ دوړ لامل شوې ده.

ډاکټر عبدالله د وزيرانو شورا په نننۍ ناسته کې د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د ارګ او عطا محمد نور تر منځ ستونزه به په راتلونکو ورځو کې حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.