ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت د اندېښنې وړ دى

هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت د اندېښنې وړ دى

author avatar
12 Mar 2018 - 18:56
هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت د اندېښنې وړ دى
author avatar
12 Mar 2018 - 18:56

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): د رسنيو او خبريالانو يوه ملاتړې اداره وايي، هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسى محدود شوى او په دغه برخه کې خبريالان له ډېرو فشارونو سره مخ دي.

د نى دفتر (د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې) مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال حکومت تورن کړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نافذېدو سربېره بيا هم خبريالانو ته د لاسرسي په برخه کې يې اړينې اسانتياوې نه دي رامنځته کړې.

هغه زياته کړه: "د حکومت وياندويان تر ډېره د هغو کسانو په توګه کار کوي چې د خبريالانو سوالونه رد يا تاييدوي او رسنيو ته د قناعت وړ ځواب نه ورکوي."

خلوتګر د دې خبرې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسى ډېر محدود شوى، وويل: "د دولت وياندويان د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه ورکوي او څوک چې د وياند ټيلېفون ځوابوي؛ په ټينګار سره وايي چې نوموړى په ناسته کې دى."

د نى مشر په خپلو خبرو کې دولت له رسنيو سره پر دوه ګوني چلند تورن کړ او ويې ويل: "حکومت له رسنيو سره له تبعيض ډک چلند کوي، د بېلګې په توګه له داخلي رسنيو سره يې چلند يو ډول او له بهرنيو رسنيو سره بل ډول دى."

د هغه په وينا، ځواب نه ورکول او د کورنيو او بهرنيو رسنيو ترمنځ تبعيض کول د رسنيو قانون، اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف عمل دى.

د خلوتګر په وينا، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې پر خبريالانو او رسنيو فشار د دې لامل کېږي چې خلک له اطلاعاتو لرې پاتې شي او پر حکومت بې باوره شي.

د نى دفتر مشر د خبرو په دوام کې وويل: "په يو شمېر حکومتي ادارو کې له خبريالانو رسمي مکتوب غوښتل کېږي، د بېلګې په ډول د ښځو چارو په وزارت او پاسپورټ رياست کې او يا کله چې خبريالان ښوونځيو او روغتونونو ته ځي؛ بايد رسمي مکتوب ولري."

نوموړي ورته مهال وويل، حکومت دغه راز لرې نا امنه سيمو ته له پوځي کاروانونو سره د خبريالانو د تګ مخنيوى کوي او ورته وضعيت د دې لامل شوى چې خلک د يادو سيمو له وضعيت څخه خبر نه شي.

عبدالمجيب خلوتګر په ياده خبري ناسته کې په رسنيو کې د حکومت له نفوذ اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، په يو شمېر رسنيو کې راپورونه او خبرونه د حکومت په ګټه ليکل کېږي.

هغه وويل، حکومت بايد د يادې ستونزې په حل کې مرسته وکړي او خبريالانو ته اجازه ورکړي چې له محدوديتونو پرته اطلاعاتو ته لاسرسى ولري او خبريالان يې له خلکو سره شريک کړي.

خو د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال زياته کړه، حکومت د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ژمن دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.