کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): اميرخان يار، دلاور ايماق، نعمت الله غفاري او اکبر ستانکزي د ولسي جرګې دويم مرستيال څوکۍ، صالح محمد سلجوقي، نواب منګل او هيلۍ ارشاد د جرګې د منشي څوکۍ ته ځانونه ونومول.
د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي، خو د دواړو جرګو د اداري پلاوي نور غړي د دې شورا د کلنۍ ناستې په پيل کې ټاکل کېږي.
د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال لومړۍ ناسته له ٤٥ ورځنۍ ژمنۍ رخصتۍ وروسته د کب په ١٦مه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي د تېر پړاو ټاکنو کې همايون همايون د لومړي مرستيال او عرفان الله عرفان د مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي، خو د دويم مرستيال او منشي څوکيو ټاکنې درېيم پړاو ته ولاړې.
د ټاکنو د درېيم پړاو لپاره اميرخان يار، دلاور ايماق، نعمت الله غفاري او اکبر ستانکزي د دويم مرستيال څوکۍ او صالح محمد سلجوقي، نواب منګل او هيلۍ ارشاد د منشي څوکۍ لپاره ځانونه نومولي دي.
اوسمهال په جرګه کې د نوماندانو ويناوې روانې دي او ټاکل شوې چې د دې ويناوو له پاى ته رسېدو سره د رايو صندوقونه کېښودل شي.
د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنې د کب په شپاړسمه نېټه ترسره شوې چې له مخې يې علم ايزديار د لومړي مرستيال، اصف صديقي د دويم مرستيال، طيب عطا د منشي او محمد فيصل سيمع د مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي او د دې تر څنګ د جرګې د کمېسيونونو مشران هم ټاکلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن