شبرغان (پژواک، ۲۱ کب ۹۶): د شبرغان ښار د ګارنيزيون قوماندانۍ منسوبينو نن سهار د داعش ډلې څلور غړي نيولي دي.
د شبرغان د ګارنيزيون قوماندانۍ مرستيال ډګرمن عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی مخکې معلومات درلودل چې ياد څلور کسان له درزاب ولسوالۍ څخه د شبرغان ښار پر لور د حرکت په حال کې دي او ننګرهار ولايت ته د سفر نيت لري.
صمد زياته کړه چې امنيتي منسوبينو د شبرغان ښار ته څېرمه د تلاشۍ کمربند له جوړېدو سره ياد څلور کسان ونيول.
نوموړي وويل چې د نيول شوو کسانو دوسيې بشپړې شوې او ملي امنيت رياست ته سپارل شوې دي.
صمد زياته کړه چې يادو کسانو په جوزجان کې د داعش ډلې د مالي تمويل او پوځي تجهيزاتو ترلاسه کولو په موخه ننګرهار ته سفر کاوه؛ ځکه د يادې ډلې يو شمېر مشران په ننګرهار کې فعاليت کوي.
نوموړي په ډاګه کړه چې نيول شوو کسانو په جوزجان ولايت کې د داعش ډلې د عمومي مسوول، قاري حکمت لپاره فعاليت کاوه.
د ګارنيزيون د قوماندانۍ د مرستيال په خبره، د ګارنيزيون قوماندانۍ له فعاليته را په دېخوا تر اوسه پورې په شبرغان ښار کې د داعش ډلې لس کسان نيول شوي او د عدلي تعقيب په موخه اړوند ادارو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګارنيزيون قوماندانۍ منسوبينو يوه مياشت مخکې هم د داعش ډلې پنځه کسان په داسې حال کې نيولي وو چې په درزاب ولسوالۍ کې د جګړې له امله ملکي ټپيانو په نامه، د درملنې په موخه د شبرغان ښار ته داخل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن