ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسين پسرلنی کمپاين پيل شو

په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسين پسرلنی کمپاين پيل شو

author avatar
12 Mar 2018 - 19:13
په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسين پسرلنی کمپاين پيل شو
author avatar
12 Mar 2018 - 19:13

کابل(پژواک،۲۱کب۹۶): په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسين پسرلنی کمپاين په پيلېدو سره هممهاله، عامې روغتيا وزارت په ځينو ولايتونو کې د پوليو ويروس د شتون له امله اندېښه په ډاګه کړه.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر فدا محمد پيکان نن په کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسين د پسرلني کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې ددغه څلور ورځني کمپاين لومړی پړاو دهېواد په ۳۲۴ولسواليو کې کور په کور تطبيقېږي.

د نوموړي په وينا، په د ې پړاو کې کابو ۹.۹ميليون ماشومانو ته د پوليو دوه دوه څاڅکي واکسين او د ۶مياشتو څخه تر پنځو کالنو ۸.۹ميليون ماشومانو ته د ويټامين اې (A) کپسول ورکول کېږي.

ډاکټر پيکان وويل چې دغه پروګرام د ۶۸زره رضاکارانو له خوا پرمخ وړل کېږي او دغه کسان به په خپلو سيمو کې کور په کور ګرځي څو ماشومانو ته واکسين ورکړي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال د جوماتونو له  امامانو، سيمه ييزو مخورو او دغه راز ځوانانو او رسنيو څخه وغوښتل چې د عامې روغتيا وزارت سره دې ددغه پروګرام په عملي کېدو کې همکاري وکړي.

هغه وويل چې په ځينو ولايتونو کې د سړې هوا له  امله، په دې پړاو کې ۴۱سړې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نه نيول کېږي او په دغو ولسواليو کې به يوه مياشت وروسته د واکسين پروګرام عملي شي.

ډاکټر پيکان زياته کړه:" د پوليو ويروس اوس په ډېرو کمو سيمو کې شتون لري او د هېواد ۹۸سلنه سيمې ددغه ويروس څخه پاکې دي او موږ هيله لرو چې نور د ماشومانو د ګوزڼ شاهدان و نه اوسو."

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۱۸زېږديز کال له پيل څخه تر اوسه پورې، درې مثبتې پېښې( يوه په ننګرهار او دوې په کندهار کې) ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان د استازي مرستيال ريچارډ پيټا چيک ويدډز په دې مراسمو کې وويل چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسين پسرلنی کمپاين، يوه موکه ده چې په ځينو سيمو کې يې ويروس هماغه راز شتون لري، له منځه يوړل شي.

هغه وويل:" اوسمهال په افغانستان، پاکستان او نايجريا هېوادونو کې د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته کسان شتون لري او نړيواله ټولنه هڅه کوي چې دغه ناروغي د مسوولو ارګانونو په همکارۍ سره له منځه يوسي، خو اړينه ده چې په دې برخه کې په ټولو کچو يوه واکمنه ژمنه شتون ولري."

په افغانستان کې د يونيسف (له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق) استازي اډل خضر Adele Khodr) وويل:" موږ هېڅکله هم تر دې کچې د ګوزڼ له منځه تلو ته نه يو نږدې شوي او زه د افغانستان له ټولو والدينو څخه غواړم چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې دې خپل ماشومان واکسين کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.