ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: له افغانستانه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې ددغه هېواد ملاتړ کوو

امريکا: له افغانستانه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې ددغه هېواد ملاتړ کوو

author avatar
13 Mar 2018 - 18:03
امريکا: له افغانستانه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې ددغه هېواد ملاتړ کوو
author avatar
13 Mar 2018 - 18:03

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د امريکا دفاع وزير وايي، د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو ملاتړ کوي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي، دغه خبرې له ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې په کتنه کې کړې دي.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماسپښين د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټیس چې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

سرچينې د جيمز مټيس له قوله ويلي: "د امریکامتحد ایالتونه د کابل پروسې په کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي."

ده زیاته کړه، د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغانستان  حکومت د سولې وړاندیز نه یواځې زموږ د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي او په افغانستان کې د پایدارې سولې لامل شي.

ولسمشر غني د کابل پروسې کنفرانس کې چې د کب په ٩مه ترسره شو، د سولې په اړه د حکومت ليدلورى وړاندې کړ.

جیمز مټیس یو ځل بیا تروریزم سره په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او زړورتیا وستایله او له افغانستان څخه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې ولسمشر غني وویل چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژۍ فضا بدله کړې او د دې زمینه یې مساعده کړې ده چې د سولې پر پروسې تمرکز زیات شي؛ په همدې خاطر دوى د کابل پروسې کنفرانس کې طالبانو ته د سولې او پاکستان سره دولت په دولت د مذاکراتو هر اړخیز وړاندیز وکړ.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په عملي او هر اړخیز پلان کار کوي.

ده ټینګار وکړ چې د کډوالو راستنېدل او بیا مېشتېدنه په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.

ولسمشر وايي، لکه څنګه چې حکومت د سولې پروسې بریالیتوب ته ژمن دی، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وطن او خلکو څخه د دفاع په خاطر خپله مبارزه جاري ساتي.

په دغه کتنه کې د ملي وحدت حکومت اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په افغانستان کې د پایداره سولې راوړلو کې ځانګړی ارزښت لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.