ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا ددفاع وزير: ځينو طالب مشرانو د سولې خبرو ته لېوالتيا ښودلې

د امريکا ددفاع وزير: ځينو طالب مشرانو د سولې خبرو ته لېوالتيا ښودلې

author avatar
13 Mar 2018 - 17:34
د امريکا ددفاع وزير: ځينو طالب مشرانو د سولې خبرو ته لېوالتيا ښودلې
author avatar
13 Mar 2018 - 17:34

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٦) : د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټس ويلي چې ځينو طالب مشرانو د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا ښودلې ده.

نوموړى چې نن د کب په ٢٢مه، کابل ته په يوه ناڅاپي سفر را رسېدلى، دا څرګندونې په الوتکه کې له ده سره راغلو خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړې، په ځينو طالب مشرانو کې د سولې خبرو اترو ته د لېوالتيا نښې نښانې ليدل شوې دي .

خو د امريکا ددفاع وزير ويلي،د ځينو طالبانو له خوا د سولې خبرو اترو ته دلېوالتيا دانښې او اشارې څو مياشتې مخکې ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو اوونۍ مخکې د کابل پروسې د دويم کنفرانس پر مهال وسله والو طالبانو ته بې قيد و شرطه د سولې  وړانديز کړى، خو تر اوسه د طالبانو له خوا مثبت او يا منفي ځواب نه دى ورکړل شوى.

تر دې مخکې طالبانو امريکا ته په يوه استول شوي ليک کې له هغوى غوښتي وو چې ورسره نېغ په نېغه خبرې وکړي، خو امريکا ددوى غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې طالبان بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د امريکا ددفاع وزير ويلي، ځينو طالبانو د سولې د خبرو وړاندېز د کابل پروسې له کابل څخه څو مياشتې مخکې کړى و.

خو هغه زياته کړې، د سولې د خبرو اترو مثبتې اشارې د يو شمېر کمو طالب مشرانو له خوا شوې دي.

جيمز ميټس وايي، دا په دې معنا نه ده چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي، خو دا وړه ډله کېداى شي د نورو مشرانو ترمنځ د خبرو او اړيکو لپاره د پول رول ولوبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.