ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو په یوه بريد کې اوو پوليس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو په یوه بريد کې اوو پوليس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Mar 2018 - 16:12
د طالبانو په یوه بريد کې اوو پوليس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Mar 2018 - 16:12

فراه (پژواک، ۲۲ کب ۹۶): د فراه ځايي سرچينو ويلي چې د ياد ولايت په مرکز کې پر يوې امنيتي پوستې د طالبانو په يرغليز بريد کې ۷ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او پوسته طالبانو نيولې ده.

د فراه د مرکز اړوند د شمالګاه کلي اوسېدونکی او د فراه ولايتي شورا غړي دادالله قانع د ياد خبر د تاييد تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوی په کلي کې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې د پوليسو پوسته طالبانو نيولې او هلته شته ټولې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

قانع دغه راز زياته کړه چې د طالبانو په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، دوه ټپيان او څلور نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.

له بلې خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دوی کسانو په  شمالګاه سيمه کې د پوليسو پر امنيتي پوستې په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور يې له ځان سره بيولي دي.

د احمدي په وينا، طالبانو په دغه بريد کې ۱۹ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات نيولي دي.

د يادونې ده، روانه اوونۍ په فراه کې د امنيتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ اوونۍ ګڼل کېږي.

تېره ورځ، د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ هم طالبانو نيولې چې په پايله کې يې د يادې ولسوالۍ د امنيې قوماندان حبيب الله اخندزاده په ګډون ۱۲ پوليس ووژل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.