ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار شپږو کرنيزو پروژو کې به ٣٠زرو کسانو ته کار پیدا شي

د ننګرهار شپږو کرنيزو پروژو کې به ٣٠زرو کسانو ته کار پیدا شي

author avatar
13 Mar 2018 - 15:12
د ننګرهار شپږو کرنيزو پروژو کې به ٣٠زرو کسانو ته کار پیدا شي
author avatar
13 Mar 2018 - 15:12

جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۶): د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د ٢٢ نيم ميليونه ډالرو په لګښت کرنيزې پروژې پيلوي چې له امله يې ٣٠زرو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.

په دغو پروژو کې د مېوه لرونکو باغونو، سبزيجاتو، ماهيانو او چرګانو د روزنې فارمونو، د اوبو رسونې سيستمونو جوړول او د کرنې اړوند نور مسايل شامل دي.

چارواکي وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په ننګرهار کې د کوکنارو د کر مخه تر ډېره ونيول شي او هم به کروندګرو ته د بازار زمينه برابره شي.

د ننګرهار شاهي ماڼۍ کې د کب په ۲۲مه د کرنې د وزير نصيراحمد دراني په ګډون د يوې لويې غونډې پر مهال د دغو پروژو پرانيسته وشوه او ټاکل شوې په راتلونکو درېيو کلونو کې بشپړې شي.

د کرنې وزیر وويل چې دا سلګونه پروژې به د ننګرهار شپږو ولسواليو کې پلې کېږي او موخه يې هم جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته ده.

نوموړي زياته کړه: ((اچين، کوټ، شېرزاد، خوږياڼي، چپرهار او رودات هغه سيمې دي، چې د جګړو پرمهال ډېرې ځپل شوې او خلک يې مرستو ته اړتيا لري؛ نو ځکه دغه ولسوالۍ انتخاب شوې.))

دی وايي، دغو پروژو کې به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه براره شي او هم به يې ګټه په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.

د کرنې وزير ډاډ ورکړ چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې سپارښتنه په ټول هېواد کې د کرنې سکټور د ودې هڅې پيل شوي او په راتلونکي کې به ډېر نور کارونه هم ترسره شي.

نصير احمد دراني وويل، ټاکل شوې نږدې راتلونکي به په لسو ولايتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفيت سره سړې خونې جوړې شي چې يوه يې هم په ننګرهار ولايت کې رغول کېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه را ټيټه شي او هم به کروندګرو ته د بازار زمينه سازي وشي.

دی وايي، کروندګر ډېر کله له دې امله د کوکنارو کر ته مخه کوي چې فصلونه يې پوره ګټه نه ورته کوي؛ خو د مېوو د باغونو او نورو فارمونو جوړېدل به يې دغه ستونزه ور حل کړي.

د ګلاب منګل په وينا، د دغو پروژو ښه والی په دې کې دی چې ولسي بڼه لري، د انکشافي شوراګانو پر مټ مخې ته ځي او د کروندګرو په خپله غوښتنه پلې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.