ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“غزني او هلمند کې ٢٩ وسله وال وژل شوي”

“غزني او هلمند کې ٢٩ وسله وال وژل شوي”

author avatar
13 Mar 2018 - 13:42
“غزني او هلمند کې ٢٩ وسله وال وژل شوي”
author avatar
13 Mar 2018 - 13:42

غزني- لښکرګاه (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په غزني او هلمند ولايتونو کې ٢٩ وسله وال طالبان وژلي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغو خبرپاڼو کې شوې چې د کب په ٢٢ مه د ٢٠٣ تندر قول اردو او د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې دي.

له تندر قول اردو پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ملي امنيتي ځواکونو تېره شپه د غزني په ده يک، اندړو او واغظ ولسواليو کې عمليات کړي چې په ترڅ کې یې ١٩ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې په حواله، په دغو عملياتو کې د ده يک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو قوماندان رحمت مبارز او د امين او نذير په نومونو دوه ډلمشران هم وژل شوي دي.

دغه راز د هلمند د رسنيو له مرکزه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو د قوماندان مولوي وفا په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د خبرپاڼې په حواله هوايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې هم بريد کړى چې په ترڅ کې یې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په دغو اعلاميو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې مطبوعاتي مسوولينو په خپلو ټويټرپاڼو کې د غزني او هلمند په بېلابېلو سيمو کې افغان امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.