ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې يوشمېر سرتېري وستايل شول

په لغمان کې يوشمېر سرتېري وستايل شول

author avatar
13 Mar 2018 - 18:45
په لغمان کې يوشمېر سرتېري وستايل شول
author avatar
13 Mar 2018 - 18:45

مهترلام(پژواک،٢٢کب٩٦): د لغمان د دولتي چارواکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو له لوري هغه سرتېري وستايل شول چې په دې وروستيو کې يې د جګړې په ډګر کې له ځانه زړورتيا ښودلې وه.

دغه غونډه نن د کب په ٢٢مه د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه چې په ترڅ کې يې د ملي اردو، د پولیسو د ځانګړې قطعې، ملي پولیسو، سيمه ييزو پولیسو، د عامه نظم پولیسو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې یو شمېر هغه سرتېري چې په دې وروستیو کې یې د سیلاب ۱ نمبر چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې له ځانه وړتیا ښوودلې وه، د ولایتي ادارې له لوري په ستاینلیکونو او د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مېرمنو، ځوانانو، مدني فعالانو او ورزشکارانو له خوا د ګلونو په ګېډیو ونازول شول.

په دې غونډه کې د لغمان والي محمد اصف ننګ دغو سرتېريو ته په خطاب کې وویل چې تاسې د دې هېواد هغه اتل زمري او بچي یاست چې د خپلو سرونو په بدل مو د لغمان د خلکو د امنيت لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده.

ننګ زياته کړه: (( تاسې د یو دروند ماموریت تاریخ جوړونکي یاست او ولس اوس تر بل هر وخت ډېر بېدار  او ستاسې تر شاه ولاړ دی، ستاسې اتلولي هم همدا ده چې د دښمن د ځپلو تر څنګ، نور هم د خپل ولس په زړونو کې ځان ته ځای جوړ کړئ.))

وروسته د لغمان امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وويل چې دوی به د دې ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره اړينې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې امنيتي چارواکو او سرتېريو ته ستاينليکونه ورکړل شول او همدارنګه د ګلونو په ګېډيو ونازول شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.