ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس: جوزجان کې بهرني داعشيان ښځو ته پوځي زده کړې ورکوي

پوليس: جوزجان کې بهرني داعشيان ښځو ته پوځي زده کړې ورکوي

author avatar
14 Mar 2018 - 20:16
پوليس: جوزجان کې بهرني داعشيان ښځو ته پوځي زده کړې ورکوي
author avatar
14 Mar 2018 - 20:16

شبرغان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د جوزجان د پوليسو يو چارواکى وايي، د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بهرنيانو ځينې ښځې د داعش ډلې ليکو ته جذب کړې او ورته پوځي روزنه ورکوي.

د درزاب ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ سرپرست امان الله له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، يو شمېر بهرنيان چې د داعش ډلې په جوړښت کې ښځو ته پوځي روزنه ورکوي، شمېر يې لږ تر لږه ٢٠ کسانو ته رسيږي.

هغه څرګنده کړه، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په هر ګروپ کې ٦٠ ښځې شاملې دي چې په مغل او سردره کليو کې پر پوځي زده کړو بوختې دي.

نوموړي دغه خبرې ته هم اشاره وکړه چې د بهرنيو سلاکارانو دغه ٢٠ کسيز ګروپ په دې وروستيو کې له ننګرهار ولايت څخه د جوزجان درزاب ولسوالۍ ته راغلى چې ښځو ته تر ډېره ديني او نظامي مسايل ور زده کوي او فعاليتونه يې له يوې مودې راپديخوا پيل شوي او په يوه اونۍ کې دوه ځلې ښځې يوځاى سره راټولوي او بيا ورته اړينه روزنه ورکوي.

خو محمدرضا غفوري په درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي وضعيت د ترېنګلتيا منلو ترڅنګ وويل، د درزاب ولسوالۍ اتيا سلنه سيمې د داعش ډلې تر ګواښ لاندې دي.

نوموړي د داعش ډلې له لوري د ښځو د روزنې په اړه بې خبري وښوده او ويې ويل، داعشيانو به پخوا کم عمره ماشومان د جګړې لپاره چمتو کول او هغوى ته به يې جګړه ييز مسايل ور زده کول، خو دا چې دوى دې په دې وروستيو کې ښځو ته د زده کړو لړۍ هم پيل کړې وي؛ دوى ترې خبر نه لري.

نوموړي ياد ټکي ته هم اشاره وکړه، د داعش ډلې غړي هڅه کوي چې په دغه سيمه کې د دعوت لپاره د خپلو کسانو شمېر زيات کړي.

ورته مهال د سيد مکرم په مستعار نوم د درزاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، سربېره پر دې چې داعش ډلې غړو ته په دې وروستيو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو بيا هم په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې فعاليت کوي.

ياد کس زياته کړه، يواځې په قوش تپه ولسوالۍ کې د يادې ډلې د فعاليتونو کچه راکمه شوې، خو په درزاب ولسوالۍ کې په پراخه داعشيان خپل فعاليتونه کوي.

نوموړي څرګنده کړه: "په دې وروستيو کې ډېر شمېر بهرنيان د سردرې او مغلو کليو ته راغلي چې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او موږ پرې نه پوهېږو، پر دې سربېره داعش ډله هم له دولتي ځواکونو او طالبانو سره جګړه کوي؛ په درزاب ولسوالۍ کې له پراخه نظامي واک برخمن دي."

خو د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، داعشيان په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې فعاليت کوي چې يو شمېر بهرني استادان هم ورسره شته دي.

هغه څرګنده کړه، که څه هم د دوى يو شمېر بهرني کسان د هوايي ځواکونو په وروستيو بمبارونو کې وژل شوي، خو بيا هم د يادې ډلې په جوړښت کې شاوخوا ٢٠ بهرنيان فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.