ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې اتو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

بغلان کې اتو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Mar 2018 - 16:53
بغلان کې اتو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Mar 2018 - 16:53

پلخمري (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): په بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو تر منځ نښته کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې وسله والو طالبانو په ډنډغوري کې د سيمه ييزو پولیسو پر یوې امنیتي پوستې بريد کړى دى.

ده زياته کړه، په دغه بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د بغلان ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش بيا پژواک ته وویل چې وژل شوي سیمه يیز پولیس د دهنه غوري ولسوالۍ دي؛ دغه ولسوالۍ له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده.

د هغه په وينا، حکومت د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند ټول سیمه يیز پولیس نورو نا امنو سیمو ته استولي چې دا په خپله د سيمه ييزو پولیسو د قانون خلاف کار دی.

دى زیاتوي، په بغلان کې امنیتي وضعيت ښه نه دی؛ نو له حکومته غواړي چې له لاسه په وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره دې عملیات پیل کړي.

بل لور ته د وژل شوو سيمه ييزو پولیسو يوه ملګري چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک ته وویل چې وژل شوي سیمه يیز پولیس په جومات کې ځاى پر ځای وو، دوی ځان ته کومه ځانګړې پوسته نه لرله.

ده زياته کړه: ((د جومات تر څنګ له نږدې کورونو څخه پر موږ برید شو چې پنځه تنه ووژل شول او درې زخميان دي.))

ډنډغوري د بغلان له نا امنو سيمو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.