ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یوې معیوبې هوسۍ ته مصنوعي پښه جوړ شوه

تخار کې یوې معیوبې هوسۍ ته مصنوعي پښه جوړ شوه

author avatar
14 Mar 2018 - 15:17
تخار کې یوې معیوبې هوسۍ ته مصنوعي پښه جوړ شوه
author avatar
14 Mar 2018 - 15:17

تالقان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): په تخار کې د سويډن کمېټې د بدن مصنوعي غړو جوړولو څانګې نن يوې هوسۍ ته مصنوعي پښه جوړه کړه.

د دې موسسې د عامه اړيکو مسوول قدرت الله عطایي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه هوسۍ له کندوز ولایته راوړل شوې ده.

نوموړي وویل چې یادې هوسۍ د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ د ښکار پر مهال خپله پښه له لاسه ورکړې وه.

دی وایي دغه هوسۍ د کندوز ولایت د یوه اوسېدونکي له لوري د مصنوعي پښې د جوړولو لپاره تخار ته وړل شوې وه.

د تخار د چاپېریال ساتنې رییس سید ناصر محجوب پژواک ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هوسې په کور کې ساتل کېږي او که بېرته دښته کې خوشې کېږي.

سره له دې چې حکومت د دې ډول حيواناتو ښکار منع اعلان کړى خو بيا هم ځيني خلک يې په پټه ښکار کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.