کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۶):د حکومت اجرائيه مشر د ولسي جرګې، ولسواليو شوراګانو او ولسمشريزو ټاکنو د پر وخت ترسره کېدو ټينګار وکړ او له سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو او خلکو يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ډاکټر عبدالله چې په ارګ کې يې د يوه پخواني جهادي مشر عبدالعلي مزاري د تلين د ۲۳مې کاليزې په لمانځغونډه کې خبرې کولې، د مزاري د کارنامو په يادولو سره یې وويل چې هغه د تبعيض او پر ټولو يو شان د قانون نه تطبيق اصل د بدلېدو په لاره کې اوچت ګام پورته کړ.
نوموړي زياته کړه: "موږ د مزاري په شان مشرانو څخه ډېر شيان زده کړل او که د حکومتولۍ په توګه زموږ کړنې سمې ونه اوسي، نو بيا بايد اعتراف وکړو چې زموږ د شهيدانو هيلې نه دي پوه شوې.."
ډاکتر عبدالله په نننيو مراسمو کې يو ځل بيا د ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل: " يو ځل بيا ژمنه کوو چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو او ولسمشريزې ټاکنې به پر وخت ترسره کېږي."
نوموړي وويل، خلک په دې برخه کې د حکومت له لاسوهنې پرته د ټاکنو خپلواک کمېسيون اقداماتو ته په تمه دي او د هر سياسي مشر ژمنه پر وخت د ټاکنو ترسره کېدل دي چې اوسني مشران عم همدا ژمنه لري.
د ملي يووالي حکومت اجرائيه مشر له سياسي ګوندونو، مدني بنسټونو او د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن