ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

غزني کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

author avatar
14 Mar 2018 - 15:59
غزني کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه
author avatar
14 Mar 2018 - 15:59

غزني ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): غزني کې له شاوخوا څلور سوه کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د غزني د کډوالو چارو رييس خالقداد احمدي د کب په ٢٣مه د دې مرستې د وېش پر مهال وويل چې دغه مرستې له هغو څلور سوه کورنيو سره وشوې چې له پاکستان او ايران څخه راستانه شوي دي.

ده وويل چې دغه مرستې د بېلابېلو موسسو له خوا له دې کورنيو سره ترسره شوې دي.

هغه وويل چې له ١٢٤ کورنيو سره څه باندې دوولس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه او له پاتې نورو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې وشوې.

ده زياته کړه چې په دې مرستو کې څلور بوجۍ وړه، ١٤ کيلو دال، ١٥ کيلو غوړي، يو من مالګه، کمپلې، ګازډبې او د پخلنځي وسايل شامل دي.

د رييس په وينا، د دې کسانو سروې پخوا شوې وه او له پاتې نورو کورنيو سره به هم مرستې ترسره شي.

بل لور ته يوه مرسته اخيستونکي اخترمحمد پژواک ته وويل: ((زه د قره باغ اوسېدونکى يم، د پاکستان په شمشتو کمپ کې اوسېدو، خو پاکستان راباندې هر څه تنګ کړل نو ځکه وطن ته راغلو.))

نوموړي له دې مرستې مننه وکړه خو زياته کړه چې دغه مرستې دوى ته بسنه نه کوي بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغان حکومت د هلو ځلو او پاليسۍ له مخې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.