کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د کاپيسا د خلکو استازى ميردادخان نجرابي د ولسي جرګې د اداري پلاوي پنځم دور ټاکنو کې د يادې جرګې د منشي په توګه وټاکل شو.
د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي، خو د دواړو جرګو د اداري پلاوي نور غړي، د يادې شورا د کلنۍ ناستو په ترڅ کې ټاکل کېږي.
د ملي شورا د اتم کال د شپاړسمې دورې لومړنۍ ناسته، د کب مياشتې په شپاړسمه نېټه د يادې شورا د يوه نيمې مياشتې رخصتۍ وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په يو لړ مراسمو کې پرانيستل شوه او د مشرانو جرګې اداري پلاوى وټاکل شو.
د شورا د پرانيستې له مراسمو وروسته د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنو په څلورو پړاوونو کې همايون همايون د اړينو رايو په ترلاسه کولو سره لومړى مرستيال، امير خان يار دويم مرستيال، عرفان الله عرفان د نايب منشي په توګه وټاکل شول، خو د جرګې د منشي څوکۍ لپاره چا اړينې رايې ترلاسه نه کړل شوې.
د ولسي جرګې مشر همايون همايون چې نن يې د يادې جرګې مشري پر غاړه درلوده، وويل چې د منشي څوکۍ لپاره د پنځم پړاو ټاکنو په پايله کې ميردادخان نجرابي د ١١٠ رايو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د منشي په توګه وټاکل شو.
هغه زياته کړه، قادر ځاځي د ٧٦ رايو په ترلاسه کولو سره دغې څوکۍ ته لاره پيدا نه کړه.
ميردادخان نجرابي ژمنه وکړه، هڅه به وکړي چې د جرګې منشي لپاره د نافذه قوانينو په چوکاټ کې ورکړل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن