ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې څه باندې ٤٠زره بې اسناده موټر کرځي

په تخار کې څه باندې ٤٠زره بې اسناده موټر کرځي

author avatar
14 Mar 2018 - 12:03
په تخار کې څه باندې ٤٠زره بې اسناده موټر کرځي
author avatar
14 Mar 2018 - 12:03

تالقان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د تخار د ترافيکو رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٤٠زره موټر اسناد نه لري او زیاتوي چې په جرمي او امنيتي پېښو کې له دغو موټرو ګټه اخيستل کېږي.

د تخار د ترافيکو مدير حضرت ګل فرخاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یادو موټرو چلوونکي قانوني اسناد نه لري او همدا لامل شوی چې په دغه ولايت کې جنايي او امنيتي پېښې او ستونزې ورځ تر بلې زياتې شي.

فرخاري وايي، دا چې دغه موټر اسناد نه لري؛ نو له جنايي جرمونو او امنيتي پېښو وروسته پوليس د مجرمینو په نيولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې له بې اسناده موټرو د جنايي جرمونو تر څنګ د نشه يي توکو په لېږدولو کې هم کار اخيستل کېږي.

دی زیاتوي: ((دغه موټر اسناد نه لري، ځکه يې پولیس نه شي موندلی او په دغه ولايت کې ډېرى جنايي پېښې د همدغو موټرو په وسیله ترسره کېږي.))

د دغه ولايت د فرخار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سراج الدين پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال يې وسله والو غلو ورور وواژه او تر اوسه يې د قاتلينو څرک ونه لګېد.

هغه وايي چې ورور يې بې اسناده موټر درلود او بدخشان ولايت ته د تګ پر مهال ناپېژاندو وسله والو وواژه او موټر یې ترې بوت.

د هغه په وينا، د دوى تر څنګ ګڼ شمېر نور خلک هم بې اسناده موټر لري، دلته يې څوک ډېر پوښتنه نه کوي او که څوک د اسنادو ترلاسه کولو هڅه وکړي، نو د موټر له بيې ډېرې پيسې ترې اخيستل کېږي.

سراج الدين وايي، که د ورور موټر يې اسناد درلوداى، نو هم به موټر موندل شوى و او هم يې قاتلين نيول شوي وو.

تر دې مخکې د تخار چارواکو څو ځلې د دغو بې اسناد موټرو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره ګامونه اوچت کړي خو نه دي توانېدلي مخه یې ونیسي.

اوس مهال حکومت چپ لاس موټرو ته د اسنادو د ورکړې لړۍ پيل کړې، خو د ښي لاس موټرو د تګ راتګ لپاره کوم بنديز نشته.

د تخار امنيه قومانداني وايي چې ډېر ژر به د بې اسنادو موټرو پر وړاندې يو ځل بيا اقدامات پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.