ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې ۱۴ امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه کې ۱۴ امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Mar 2018 - 11:01
په فراه کې ۱۴ امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Mar 2018 - 11:01

فراه (پژواک، ۲۳ کب ۹۶): په فراه ښار کې د پوليسو پر امنيتي پوستو د دولت د وسله والو مخالفينو په بريد کې ۷ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د فراه ولايتي شورا غړې جميلې اميني د دغه برید د تاييد تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو نيمه شپه د فراه مرکز ته څېرمه دهک کلي کې پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړل چې د نوموړي په خبره د ملي امنيت څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د مېرمن اميني په وينا، په پېښه کې درې ملي پوليس هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د فراه ولايتي شورا دغه غړي په دې اړه له جزئياتو پرته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د يوه طالب مړی چې يو سنایپر ټوپک هم ورسره دی، د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلی.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوسته بشپړه سقوط شوې او ټولې وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

د نوموړي په خبره، تېره شپه دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره ورځ هم د فراه مرکز ته څېرمه په شمالګاه کلي کې طالبانو د پوليسو يوه پوسته ونيوه چې له امله يې تر ۱۰ډېرو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د تاييد شوو راپورونو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې په فراه کې د دولت د وسله والو مخالفينو په يرغليزو بريدونو کې د انار درې ولسوالۍ پر سقوط سربېره په ياد ولايت کې تر سلو ډېر امنيتي ځواکونه او د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.