ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسماعيل خان: که غني او عبدالله پر ملت رحم کوي، استعفا دې وکړي

اسماعيل خان: که غني او عبدالله پر ملت رحم کوي، استعفا دې وکړي

author avatar
15 Mar 2018 - 18:04
اسماعيل خان: که غني او عبدالله پر ملت رحم کوي، استعفا دې وکړي
author avatar
15 Mar 2018 - 18:04

هرات (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): پخواني جهادي مشر محمد اسماعيل خان د کب د ۲۴مې د پاڅون د ياد غونډې په مراسمو کې د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی او له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله یې د استعفا کولو غوښتنه کړې ده.

اسماعيل خان چې نن یې د کب د ۲۴مې پېښې د ۳۹مې کالیزې په يادغونډه د هرات زرګونو اوسېدونکو ته خبرې کولې وويل چې هېواد په تېرو درېيو لسيزو کې له داسې کړکېچ سره مخ دی چې ژغورنه يې ډېره سخته ده.

نوموړي وويل: "هيله لرم چې دواړه مشران دې پر خپل ملت رحم او انصاف وکړي او استعفا دې ورکړي، يو انتقالي حکومت دې رامنځته کړي او بيا دې هېڅکله ځانونه نه کاندېدوي."

اسماعيل خان د ملي يووالي حکومت يو فاسد، ناکام، کمزوری او نا مشروع وباله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې له اوسني حکومته دې ملاتړ نه کوي او د هېواد له مجاهدينو دې ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه راز طالبانو ته په خطاب کې وويل: "موږ د دولت له وسله والو مخالفينو غواړو چې که له حکومت سره دې خبرې نه کوي، راشئ د جهاد له سترې کورنۍ سره خبرو ته کېنئ څو داسې حل لاره پيدا شي چې رښتينی اسلامي نظام رامنځته کړو."

نوموړي ټينګار وکړ، که د دولت له مخالفينو سره خبرې ونه شي، په هېواد کې به جګړه ختمه نه شي.

اسماعيل خان د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل: "موږ له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې دې د جګړې ختمېدو په لاره کې همکاري وکړي، هغه هېوادونه چې لاسوهنه کوي او دې جګړې ته دوام ورکوي، بايد باور ولري چې د دې جګړې دود او اور به يې سترګې ړندې کړي."

نوموړي دغه راز په فراه ولايت کې وروستيو نا امنيو ته په اشارې سره وويل چې که حکومت مجاهدينو ته اجازه ورکړي، په فراه ولايت کې به هم جګړه ختمه شي.

د هرات والي محمد اصف رحيمي په دغو مراسمو کې وويل: "په راتلونکي کال کې سخت او پېچلي شرايط په مخکې لرو، په اوسنيو حساسو شرايطو کې د افغانستان د وسله وال پوځ پر ضد هر ډول منفي تبليغ، د ملي ګټو ضد او د افغانستان د حق لارې شهيدانو هيلو سره جفا ده. "

د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني چې په دغو مراسمو کې يې برخه درلوده وويل چې د هېواد د نظام موخه ملت ته خدمت دی، خو د سياسي اختلافونو، قوم پالنو او اداري فساد د شتون په شان ځيني خنډونه دې موخو ته د ټکان ورکولو لامل شوي دي.

د يادونې ده، په هغو مراسمو کې چې د هرات ولايت د نوم ورکو شهيدانو د مزار تر څنګ ترسره شول، د دولتي چارواکو او پخوانيو جهادي مشرانو په ګډون زرګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.