ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار پولیسو د لسګونو موټرو تورې ښیښې پاکې کړې

د کابل ښار پولیسو د لسګونو موټرو تورې ښیښې پاکې کړې

author avatar
15 Mar 2018 - 16:25
د کابل ښار پولیسو د لسګونو موټرو تورې ښیښې پاکې کړې
author avatar
15 Mar 2018 - 16:25

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): پوليسو نن د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د لسګونو موټرو تورې ښيښې پاکې کړې او يو ميل بې جوازه وسله یې هم ترلاسه کړې ده.

هغوى د موټرو تورې ښيښې د کابل ښار د مسعود، دهبوري او دهمزنګ څلورلارو او ځينو نورو سيمو کې پاکې کړې دي.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد داوود امين خبريالانو ته وويل: ((د تورو ښيښو لرونکي ډېری موټر د لوړپوړو چارواکي دي. له هغوی زما غوښتنه دا ده چې د خپلو موټرو له ښيښو تور فلمونه لرې کړي.))

هغه وايي، پوليس د قانون په چوکاټ کې په دې برخه کې ډېر جدي دي او خدای مه کړه دوی له کومې ناوړې پېښې سره مخ نه شي.

د موټرو د تورو  ښيښو پاکولو او ناقانونه وسلو راټولولو د دغه کمپاين پر مهال د ملي شورا د دوو غړو موټر چې ښيښې يې تورې وې، هم د پوليسو له خوا ودرول شول، خو بېرته د تګ اجازه ورکړل شوه.

امين د ملي شورا د یادو غړو نومونه ياد نه کړل، خو ويې ويل چې د هغوى د موټرو ښيښې په کمپنۍ کې تورې جوړې شوې دي.

د هغه په وينا، د ملي شورا دغو غړو له پوليسو سره ژمنه وکړه چې دغه ښيښې به بدلوي.

دغه راز پوليسو د مسعود په څلورلاره کې له يوه کس څخه يو ميل بې جوازه ګرينوف او له يو موټره د مخابرې انتن ترلاسه کړي.

تر دې مخکې هم څو ځلې په کابل ښار کې ورته کمپاينونه ترسره شوي، خو اوس هم ډېر کسان د تورو ښيښو په موټرو کې ګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.