ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز خلک د انسان تښتونو په اړه اندېښمن دي

د کندوز خلک د انسان تښتونو په اړه اندېښمن دي

author avatar
15 Mar 2018 - 16:26
د کندوز خلک د انسان تښتونو په اړه اندېښمن دي
author avatar
15 Mar 2018 - 16:26

کندوز (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د کندوز ولايت اوسېدونکو د انسان تښتونې پېښو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وايي چې ځيني مشهور او مهم افراد له همدې امله خپل اولادونه ښوونځي او روزنيزو کورسونو ته نه لېږي چې وبه تښتول شي.

د دوى په خبره، په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې څلور د انسان تښتونې او دوه د وژنې قضيې رامنځته شوې دي.

تېره اوونۍ يوه ١٧ کلنه نجلۍ په کندوز ښار کې د انسان تښتوونکو له لوري وتښتول شوه او پرون ماښام يې ووژله چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.

د کندوز خلک وايي چې عمدتاً هغه کسان برمته کېږي چې ډېرې پيسې لري.

د کندوز يو اوسېدونکی رحيم الله وايي: ((وروره، دا څه حال دى، نه له طالب نه سمه ورځ لرو، نه له انسان تښتوونکو، دولت بايد د دې بې عدالتيو مخنيوى وکړي، ځوانان برمته کېږي، که پيسې يې ورکړې خو ښه، کنه وژل کېږي، که دولت پاملرنه ونه کړي، وضعيت به تر دې هم خراب شي.))

هغه زياته کړه، دوى وېرېږي چې که چېرته يې ماشومان بهر ته ووځي، وبه تښتول شي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي شېراغا وويل چې امنيتي ځواکونه بايد دغه خطرناک او اندېښمنوونکى حالت پاى ته ورسوي، خو که وضعيت همداسې روان وي، شايد د کندوز ډېر خلک دغه ولايت پرېږدي.

شيراغا وايي: ((که د دغه ناوړه وضعيت مخنيوى ونه کړي، ښايي ډېر خلک له دغه ولايت نه وتښتي، له مرکزي ادارې غواړو چې زموږ دغه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.))

په کندوز کې يوه سوداګر حاجي منصور خبر دارى ورکړ چې که چېرې د انسان تښتونې د پېښو مخنيوى ونه شي، د سوداګرو فعاليتونه به محدود شي او د دې وېره هم شته چې سلګونه کورنۍ نورو ولايتونو ته بېځايه شي.

حاجي منصور وايي: ((که د تښتونو مخنيوى ونه شي، ګن سوداګر به له سوداګرۍ سره مخه ښه وکړي، له دولت غواړو چې د کندوز د بېچاره خلکو وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.))

له بلې خوا د کندوز د امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي تاييد کړه چې تښتونې کېږي، خو په دې اړه مو ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي.

حميدي وايي: ((پر ځانګړو تدابيرو کار کوو، کوښښ مو دا دى چې انسان تښتوونکي د قانون منګولو ته وسپارو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.