ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانوني: موږ هېڅکله د خوندي سيمو په پلمه د افغانستان وېشل نه منو

قانوني: موږ هېڅکله د خوندي سيمو په پلمه د افغانستان وېشل نه منو

author avatar
15 Mar 2018 - 19:03
قانوني: موږ هېڅکله د خوندي سيمو په پلمه د افغانستان وېشل نه منو
author avatar
15 Mar 2018 - 19:03

چاريکار(پژواک،۲۴کب۹۶):په پروان کې يو شمېر سياستوالو طالبانو ته د سولې په نامه د هېواد د ځينو هغو سيمو د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ چې د ګلبدين حکمتيار له خوا وړاندې شوې ده.

په دغو مراسمو کې چې د پروان ولايت د مرکز جنګل باغ سيمې د پوليسو په ښوونيز مرکز کې جوړ شوي و، د جهادي او حکومتي چارواکو ترڅنګ اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم برخه په کې اخيستې وه.

د پخواني ولسمشر مرستيال او يوه جهادي مشر محمد يونس قانوني نن په پروان ولايت کې د مولانا عبدالرحمن سيدخيلي د اووم تلين په ياد غونډه کې وويل:"موږ  به په هېڅ وجه د خوندي سيمو په پلمه  د افغانستان ويشل کېدل او تجزيه  ونه منو او د افغانستان ستر ملت به د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې ددې دسيسې پروړاندې په يوه صف کې ودرېږي."

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار څو ورځې مخکې ويلي و چې ځينې ولايتونه دې طالبانو ته وسپارل شي.

د قانوني په خبره، ددې طرحې په وړاندې کولو سره هڅه کېږي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او جغرافيايي جوړښت تر پوښتنې لاندې راوستل شي.

د نوموړي په باور، د خوندي سيمو طرحه او يا د خوندي سيمو په نوم وسله والو مخالفينو ته د افغانستان د جغرافيې ځينو برخو ورکول يوه ستره دسيسه ده او خلک بايد پوه وي او پروړاندې يې ودرېږي.

قانوني دغه راز وويل، افغانستان چې ۳۴ ولايتونه لري او مخالفينو ته ددې خاورې د يوې برخې ورکړه به د افغانستان د تجزيې لامل شي.

عبدالله عبدالله په دې مراسمو کې د دولت له هغو وسله والو مخالفينو څخه چې د سولې له بهير سره يوځای کېږي وغوښتل چې په هېواد کې دې د تفرقې رامنځ ته کولو په لټه کې نه کېږي.

هغه وويل:" په داسې حال کې چې د افغانستان خلکو د حکمتيار صاحب او دده له ټولو ملګرو څخه هرکلی وکړ او زموږ هيله هم داده چې له سولې سره د نوموړي او نورو ټولو هغو کسانو څخه چې له سولې سره يوځای کېږي، ددې پرځای چې خدای مه کړه د افغانستان د خلکو ترمنځ د تفرقې په فکر کې و اوسي، په خپلو کړنو او ويلو کې دې د افغانستان د خلکو يووالی په پام کې ونيسي او د افغانستان د خلکو د يو موټي توب په فکر کې دې شي."

د کورنيو چارو پخواني وزير محمد عمر داودزي وويل:" داسې ويل کېږي چې اوسنی حکومت دې له پنځه کاله وروسته بيا تمديد شي په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له ناخوالو څخه تر پوزې راغلي او د نظام د بدلېدو غوښتوونکي دي."

هغه وويل:" دا به يو ستر خيانت وي، هغه حکومت چې خلکو په سختۍ سره د پنځو کلونو لپاره منلی، په يوه او بله پلمه دې خپل کار ته دوام ورکړي، راځئ چې ژمنه وکړو چې د پنځو کلونو تر پوره کېدو وروسته اجازه نه ورکوو چې دغه غير قانوني حکومت دې خپل کار ته دوام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې حکومت پر ټاکلي وخت د ټولټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.