اسعداباد (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر دغه ولايت ٨٣ توغندي توغولي دي.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند مطبوعاتي مسوول فريد دهقان د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پاکستاني پوځيانو د دغه ولايت په درېيو سرحدي ولسواليو دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ٨٣ توغندي توغولي دي.
د دهقان د معلوماتو له مخې، د دغو توغنديو ٦٠ يې د دانګام ولسوالۍ په شينکي، زوړ برول او سور کمر، ١٤ يې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ سيمې او نهه نور د خاص کونړ پر شالۍ اولۍ سيمو لګېدلي دي.
د هغه په وينا، د دې توغنديو د لګېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مالي زيانونه يې اړولي دي.
د یادونې ده، وړمه ورځ هم پاکستاني پوځیانو پر دانګام ولسوالۍ ۶۳ توغندي توغولي وو چې له امله یې يو کس ټپي شوى و.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني پوځيان په وقفه يي ډول د افغانستان کونړ او ځينو نورو سرحدي ولايتونه پر توغنديو ويشتلي دي خو افغان حکومت يې تر اوسه پر وړاندې جدي اقدام نه دى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن