ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې معلولين د ټولنې له تبعيضي نظره کړېږي

په غور کې معلولين د ټولنې له تبعيضي نظره کړېږي

author avatar
15 Mar 2018 - 18:07
په غور کې معلولين د ټولنې له تبعيضي نظره کړېږي
author avatar
15 Mar 2018 - 18:07

فيروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۹۶): په غور ولايت کې معلولين له هغه څه شکايت کوي چې دوی يې د ځان پر وړاندې تبعيضي نظر ګڼي او وايي چې په حکومتولۍ، روغتيا او ښوونيزو برخو کې له دولتي امکاناتو او اسانتياوو برخمن نه دي.

څلور لسيزو جګړو، ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې ماينونو او د پوليو ناروغۍ کابو هره ورځ د خلکو د معلوليت لامل ګرځي، د غور ولايت معلولين چې شمېر يې له ۱۲زرو څخه ډېرو کسانو ته رسېږي، وايي چې ژوند يې له ستونزو ډک دی.

په غور ولايت کې د معلولينو د ټولنې مسوول عبدالقيوم بهبودي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد ولايت کې معلولين په خراب اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي.

هغه وويل چې دولت د کارموندنې په برخه کې د معلولينو لپاره د روزنې او روغتيايي امکاناتو د برابرېدو لپاره هېڅ کار نه دی کړی او د معلولينو ستونزې داسې بيانوي: “موږ په غور کې داسې تحصيل کړي معلولين لرو چې هېڅ کار نه دی ورته شوی او څوک هم د معلولينو په کيسه کې نه دي، د دې کسانو لپاره ښوونځی نه دی جوړ شوی او روغتيايي برخې ته يې پام نه کوي، دولتي چارواکي يوازې د دې کارو له نوم څخه ګټه پورته کوي او نور يې هېڅ کار نه دی ورته کړی.”

خو په دغو کسانو کې د نجلا او فريدون په نومونو دوه معلول چې په سترګو کې يې د نهيلۍ اوښکې ښکارېدې، په غمجن غږ يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت معلولينو ته د کار موکې نه دي برابرې کړې او دغه راز يې د استوګنې نومرې نه ورکوي.

نجلا له لنډ ځنډ وروسته په دردوونکې لهجه وويل چې د افغانستان په اساسي قانون کې د معلولينو لپاره ځانګړي حقوق ورکړل شوي، خو حکومتي بنسټونو له دوی د ملاتړ او مرستې لپاره د پام وړ کار نه دی کړی.

دغه دوه معلولين وايي چې دولت نه دي غوښتي چې پر اساسي قانون عمل وکړي او ان د دولتي بنسټونو له خوا هم د معلولینو مرسته او ملاتړ نه دی شوی.

معلولين تر بل هر څه ډېر د ټولنې له تبعيضي خبرو او فکر څخه کړېږي، داسې چې ډېری خلک پر دې باور دي چې معلولين کمزوري دي.

سواد او حرفه يي زده کړې هغه نورې ستونزې دي چې د غور معلولينو يې په اړه پژواک خبري اژانس ته يادونه وکړه.

د غور د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست چارواکي د معلولينو ستونزې مني او وايي چې په راتلونکي پسرلي کې به د معلولينو د وړتيا لوړونې يو مرکز جوړ کړي.

د غور ولايت د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست سرپرست غوث محمد سهيل وايي،   دوی په پام کې لري چې په راتلونکي پسرلي کې به د معلولينو د ستونزو حل کېدو لپاره د هغوی د وړتياوو لوړولو مرکز جوړ کړي.

د سهيل په خبره، اوس د غور په دولتي ادارو کې ۲۰سلنه معلول کسان کار کوي او په دغه رياست کې ۲۵۰۰ معلولين ثبت شوي چې مياشتنۍ تنخوا ورکول کېږي.

هغه زياته کړه: “موږ د دې لپاره چې معلولين په غور کې څرګنده پته ولري، امکاناتو او اسانتياوو ته لاسرسی پيدا کړي، پرېکړه کړې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته د معلولينو د توانمنېدو د يوه مرکز وړانديز وکړو چې په راتلونکي پسرلي کې به جوړ شي، همدا اوس هم د دولتي ادارو د کار کوونکو شل سلنه معلولين جوړوي، موږ ۲۵۰۰ معلولين ثبت کړي چې هغه مياشت معاش ورکوو.”

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.