فيض اباد (پژواک، ٢٤ کب ٩٦): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د دې ولسوالۍ په يمګان ولسوالۍ کې يوه ٢٥ کلنه ښځه د زنا د ارتکاب په تور پر ډزو وژلې ده.
د بدخشان امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونيار سيد مهرالدين انوري وايي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ١٢بجې د دغه ولايت د يمګان ولسوالۍ په حضرت سعيد کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې طالبانو دغه ٢٥ کلنه ښځه د زنا په تور لومړی له کوره ايستلې او بيا يې پر ډزو وژلې ده.
په بدخشان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مسووله عارفه نويد وايي چې د وژل شوې ښځې پلار په خپلو خبرو کې ويلي چې لور يې له دې امله چې خاوند، لېور او خسر يې په ملي اردو کې خدمت کوي، د طالبانو له لوري وژل شوې ده.
نوموړي زياته کړه:((په روان کال کې په بدخشان کې د ښځو د وژنې ١١ قضيې ثبت شوې چې له دې ډلې يې اته قتلونه د دولت او درې نور د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې شوي دي.
هغه همدارنګه وويل چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په ١٣٩٥ کال کې ٥٢ مواردو ته رسېدلی او په ١٣٩٦ کال کې دغه شمېر ٦٥قضيو ته رسېده چې د تېر کال په پرتله ١١ سلنه لوړوالى څرګندوي.
د يادونې ده، د يمګان ولسوالي له درېيو کلونو راهيسې د طالبانو په واک کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن