فيض اباد (پژواک، ٢٥کب ٩٦) : د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د اورلګېدنې له امله ٢٥زره جلده کتابونه او څو هټۍ سوځېدلي، خو دغه اورلګېدنه ځاني زيان نه لري.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د اطفايې امر سمونمل عبدالجبار پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه اته بجې رامنځته شوې ده .
هغه وويل چې په دې اورلګېدنه کې ٢٥زره جلده علمي او ادبي کتابونه، قرطاسيه، د خوراکي توکو هټۍ او سوداګريز دفترونه سوځېدلي دي.
نوموړي ددغې اورلګېدنې لامل له بالون څخه د ګاز وتل په ګوته کړل.
دغه راز د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدير سمونمل سيدمهرالدين پژواک ته وويل چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي، ترڅو يې لامل او مالي زيان په ګوته کړي .
د روح الامين په نامه د يوه کتابتون خاوند وويل چې په دغې اورلګېدنه کې يې ٢٥زره جلده کتابونه سوځېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن