ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نادعلي ولسوالۍ کې  ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
16 Mar 2018 - 16:04
په نادعلي ولسوالۍ کې  ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
16 Mar 2018 - 16:04

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ کب ٩٦) : د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د اتو ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کندهار کې د اريانا تلوېزيون خبريال بريالي رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په نادعلي ولسوالۍ کې يې د تره پر کور د وسله والو طالبانو له خوا فير شوې د هاوانونو مرمۍ لګېدلي چې په ترڅ کې يې  یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې او شپږ نور ماشومان ټپيان دي.

دده په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت نازک دی.

هغه وويل چې دري نور لويان هم برسېرن ټپيان دي چې روغتون ته يې نه دي لېږدولي .

نوموړي زياته کړه چې ددوی په سيمه کې تازه د ملي اردو سرتېري پوسته جوړوي چې طالبان پر د راکټونو او هاوانونو فيرونه کوي .

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د هاوانونو دغه مرمۍ د طالبانو له خوا ويشتل شوي چې په ترڅ کې يې يوه ماشومه وژل شوې، اووه ماشومان او درې نارینه ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې ياده سيمه ددولت ترواک لاندې ده .

د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان محبوب خان که څه هم د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو وايي چې  له سهار راهيسي پر دغې سيمې وسله والو طالبانو   ۲۰ د هاوان مرمۍ را توغولې دي .

هغه زياته کړه چې دا سيمه يې په دا نږدې ورځو کې له وسله والو طالبانو نيولې او کمربنديې په کی جوړ کړی دی.

قوماندان وويل، هلته اوس هم عمليات روان دي.

 د هلمند ايمرجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي چې دوی ته شپږ ماشومان په ټپي حالت کې راوړل شوي چې يوه يې ساه ورکړې او د درې نورو روغتيايي حالت هم نازک دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.