غزني ښار (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوالۍ له شېراباد سيمې تښتول شوي کسان را خوشي شول.
دوه اوونۍ وړاندې يو شمېر کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او د يو ماشوم په ګډون یې دوه کسان ووژل، دوه ښځې یې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې له ځان سره بوتلل.
د همدې پېښې په غبرګون کې د غزني زرګونو اوسېدونکو په قره باغ ولسوالۍ او د غزني په ښار کې احتجاج وکړ او د څو ورځو لپاره يې د کابل- کندهار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله.
لاريون کوونکو ويل چې د دوى کسان د دې ولسوالۍ د نېختې سيمې د خلکو له لوري وژل شوي، ټپيان شوي او تښتول شوي چې بايد عدالت ورسره وشي.
خو د نېختې سيمې اوسېدونکو ويل چې دغه کار دوى نه دى کړى، بلکى د دوى اته کسان چې له طالبانو سره دي هغوى هم بايد را خوشي شي.
د شيراباد سيمې د اوسېدونکو يوه ملاتړ کوونکي او د ژوند ټولنې مشر نقيب الله خاکسار د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د نېختې سيمې اته تنه برمته کړي کسان خوشې کړل نو ځکه دوى هم د شېراباد سيمې نيول شوي کسان ازاد کړي دي.
هغه وايي: ((تبادله خو وشوه، کسان خوشي شول، خو د مړو او ټپيانو پوښتنه هم بايد وشي.))
بل لور ته د نېختې سيمې اوسېدونکي علي حسين پژواک ته وويل چې د دوى کسان هم خوشې شوي دي.
ده وويل: ((موږ او هغوى ټول کسان مو ولايت ته راوستلي وو، دلته تبادله وشوه، کسان خوشې شول او خپلو کورونو ته ولاړل.))
دغه راز د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب د شېراباد او نېختې سيمو تښتول شوي کسان خوشي شول.
هغه وايي: ((موږ نه پوهيږو چې طالبانو تښتول شوي کسان څنګه خوشي کړل خو د شېراباد سيمې خلک د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شول او د تبادلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.))
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې طالبانو د نېختې سيمې اوسېدونکي له دې امله وړي وو چې د طالبانو پرېکړه يې نه وه منلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن