ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزير ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه

ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزير ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه

author avatar
17 Mar 2018 - 16:51
ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزير ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه
author avatar
17 Mar 2018 - 16:51

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيلولو په خاطر د پاکستان لومړي وزير ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه خپل حضور ته ومانه.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې وشوه، دواړو غاړو د افغانستان له‌خوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د سیمه‌ییز اتصال او سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر چې د"کابل پروسې دویم کنفرانس" کې پرې ټینګار شوی و، د پاکستان صدراعظم ته رسمي بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.

د کابل پروسې کنفرانس د کب په ٩مه په کابل کې ترسره شو.

له بلې خوا ياد شوي پاکستاني پلاوي د ملي امنیت شورا په دفتر کې د ملي امنیت سلاکار او د نوموړي له مرستیالانو سره په مشترکه دوه اړخیزه ناسته کې برخه واخیسته.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه کېدو خبرې وکړې، په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې په بهیر کې همکاري او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

سرچينه زياتوي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، چې د نوموړي هېواد د لوړپوړي پلاوي مشري یې کوله، د افغان حکومت له لوري وسله والو مخالفینو ته د سولې له وړاندې شوې طرحې څخه خپل کلک ملاتړ په ډاګه کړ او ويې ویل، چې د پاکستان حکومت د سولې او پخلاینې له طرحې سره همکاریو ته ژمن دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.