باميان (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د باميانو يو شمېر اوسېدونکي د نوي کال هرکلي ته د تېرو کلونو په پرتله زړه ماتې ښکاري او وايي چې د وزګارتيا، بېوزلي او تر يوه حده وچکالي د دې لامل شوې چې خلک اندېښمن شي او د نوي کار يا نوروز لپاره زيات چمتووالى ونه لري.
د دغه ولايت اوسېدونکي محمد جواد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې سږ به نوروز د تېرو کلونو په شان ونه لمانځل شي؛ ځکه چې وزګارتيا زياته شوې، بېوزلي ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او خلک يوازې د خپل نس غم اخیستي دي.
نوموړي د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې خلک بېوزلي دي، د نوو جامو پېرلو لپاره نه ځي، اکثريت کرکيله او مالداري کوي، سږ کال واوره او باران هم نشته، دغه موضوع هم خلک د نوي کال په اړه د پرتمينو جشنونو په اړه زړه ماتي کړي دي.
سرور چې د باميان بازار يوه مارکېټ کې د جامو پلورنځى لري، وويل چې نوروز ته څو ورځې پاتې دي، خو لا هم ډېر کم خلک د جامو لپاره ورځي او حتى د تېر کال په پرتله يې پېرونکي نيمايي شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دا ټول د دې څرګندونه کوي چې د خلکو اقتصاد ښه نه دى.))
له بلې خوا د محمدعلي په نامه د باميانو يوه غار مېشتي وويل: ((کومه ورځ مې چې د اولادونو ګېډه مړه وه، هماغه ورځ زما لپاره نوى کال، برات او اختر دى.))
هغه زياته کړه چې د دې ساحې ټول اوسېدونکي په دې ورځو کې کومه تياري نه نيسي، ماشومان يې له زړو جامو سره د نوي کال هرکلى کوي.
خو غار مېشتو زياته کړه چې نوى کال د هغه چا لپاره خوښي لري چې اقتصادي وضعيت يې ښه وي، د خوړو، نوو جامو او خوندورو مېوو سره د نوي کار ورځې د خپلوانو تر څنګ تېرې کړي.
خو د باميان مرکز کې د شيبرتو کلي اوسېدونکې پنځوس کلنې رحيمي پژواک ته وويل: ((زموږ سيمه کې دود دى چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د کلي خلک سره را ټولېږي، يوه غوا يا خوسکۍ د نذر په توګه حلالوي او خپلو کې يې وېشي.))
هغه زياته کړه چې ټولو کورنيو ته د غوښې له ور وېشلو وروسته د کلي خلک يو ځاى سره را ټولېږي او غرمه مهال درې څلور تنه يوه يوه کور ته ځي او د غرمې ډوډۍ خوري.
هغه وويل چې وروسته بيا د کلي نجونې او ښځې يو او بل خپلو کورونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره بولي، په دې توګه هم ليدنې کتنې کېږي او هم د نوروز جشن تېروي.
د باميان ولايت په ډېرى کليو کې خلک د غوا او خوسکي په غوښه او يا هم سره حلوا پخوي او نوروز ته هرکلى وايي. د باميانو د شيبر په کالو سيمه کې تر ډېره دا دود شته چې د نوروز په ورځ سره حوا پخوي او يو د بل هرکلى کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن