ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غلام خان بندر لاره دې رسماً ترانزیټي او پرانیستې پرېښودل شي”

“د غلام خان بندر لاره دې رسماً ترانزیټي او پرانیستې پرېښودل شي”

author avatar
17 Mar 2018 - 15:11
“د غلام خان بندر لاره دې رسماً ترانزیټي او پرانیستې پرېښودل شي”
author avatar
17 Mar 2018 - 15:11

خوست ښار (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د خوست ولايتي شورا او سوداګر له دولته غوښتنه کوي چې د غلام خان بندر لاره دې رسمي ترانزيټي لار او تل دې پرانيستې پرېښودل شي.

دوی نن په يو ګډ خبري کنفرانس کې اندېښنه څرګنده کړه چې په دولت کې ځينې کړۍ د يادې لارې له رسمي ترانزېټ سره د مخالفت له امله د بندېدو غوښتنه کوي، خو په دې برخه کې يې د چا نوم وانه خيست.

د خوست ولايتي شورا رييس کفيل ريحان پژواک خبرى اژانس ته وويل چې له مرکز کابل نه ولايتي ادارې ته په يوه رالېږل شوي مکتوب کې سپارښتنه شوې چې د امنيتي ملحوظاتو له امله دې د غلام خان بندر وتړل شي.

هغه وويل، تر اوسه پورې د غلام خان بندر تړل شوی نه دی خو اندېښنه يې دا ده چې که دا لار تړل کېږي، نو ډېرې ستونزې به پيدا کړي.

نوموړي وويل: ((اوس په سوېل ختيځ کې له غلام خان پرته دوې نورې لارې هم له پاکستان سره پرانيستې دي. يوه د پکتيا ډنډپټان او بله د پکتيکا د انګور اډې. که ګواښونه موجود وي، نو له هغو لارو هم کېږي، هغه دې هم وتړل شي. که ګواښونه نه وي موجود نو ستونزه چېرته ده؟))

په ۲۰۱۴ ميلادي کال په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د نظامي عملياتو پر مهال غلام خان بندر تړل شوی و، خو له څلورو کلونو وروسته دغه بندر تېره اوونۍ د سوداګريزو مالونو د لېږد پر مخ پرانيستل شو.

د خوست ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال وويل چې د ياد بندر د تړلو خبره د سکېنر د نه شتون له امله کېږي.

لکڼوال وويل: ((هلته نوي تاسيسات جوړ شوي دي. د غلام خان د مامورينو ټول کارکوونکي شته. د کنټرول او چک سپي هم شته. کمېساري هم جوړه شوې. هېڅ داسې دليل نشته چې د دې لارې بندېدو سبب دې وګرځي.))

د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي جمال تڼي د سوداګرو په استازيتوب ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې له دولته وغوښتل چې د غلام بندر دې رسمي ترانزېټ لار او د تل لپاره دې د سوداګرو او نورو خلکو پر مخ پرانيستې وساتل شي.

نوموړي زياته کړه: ((څو چې دا لار دايمي خلاصه ونه ساتل شي، لاريونونه به هم کوو، ښار به هم تړو. له دواړو هېوادونو څخه مو دا غوښتنه ده چې له دې مسئلې څخه دې سياسي موضوع نه جوړوي.))

بل لور ته د خوست والي حکم خان حبيبي پژواک ته وويل چې دوی ته له کابل نه د غلام بندر په اړه مکتوب رسېدلی خو په مکتوب کې د لارې بندېدو په اړه کوم څه نه دي ليکل شوي.

والي حبيبي وويل، ولايتي اداره او مرکز کابل هڅه کوي چې د غلام بندر د درېيو مياشتو په موده کې له ټولو هغو اسانتياوو برخمن شي چې د يوې رسمي ترانزيټي لارې لپاره اړين بلل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.