د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

راتلونکې اوونۍ له امنيتي چارواکو سره د ولسي جرګې فوق العاده غونډه جوړېږي

راتلونکې اوونۍ له امنيتي چارواکو سره د ولسي جرګې فوق العاده غونډه جوړېږي

Mar 17, 2018 - 16:35

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي د هېواد روان وضعيت د اندېښنې وړ بولي او ولسي جرګې تصميم نيولى چې راتلونکې اوونۍ به د هېواد امنيتي وضعيت د څېړنې لپاره له امنيتي چارواکو سره ځانګړې غونډه ترسره کړي.

په جرګه کې د باميانو استازي فکوري بهشتي په ټوله کې د هېواد امنيتي وضعيت نازک ياد کړ او ویې ويل چې په تېره شاوخوا يوه اوونۍ کې څه باندې ١٨٠ دفاعي او امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال د هېواد په اتلسو ولايتونو کې جګړه روانه ده او حکومت د غوره امنيت لپاره کوم پروګرام نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکي د څلور کلن امنيتي پلان پر بنسټ په هېواد کې د امنيت ټينګښت لپاره د هڅو خبره کوي.

په جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي هم ورته نظر درلود او ويې ويل چې په تېره يوه اوونۍ کې ((د هېواد تر ټولو غوره او زړور بچيان قرباني شوي)) او حکومت يې په اړه کوم ځواب نه لري.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي عبيدالله بارکزي د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: ((له بده مرغه چې په ژمي کې امنيتي او دفاعي ځواکونو کوم پرمختګ نه درلود، کومې ساحې چې د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې وې، لا هم د هغوى په واک کې دي.))

د فراه ولايت استازي محمدعثمان فراهي وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ناوړه حالت ته رسېدلى او حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي هم د هېواد د ختيځو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د داعش، طالبانو او القاعدې ډلو د فعاليتونو په سبب د را پيدا شوې نا امنۍ سربېره د ختيځ خلک له ورځنيو جنايي جرمونو هم تر پزې راغلي دي.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته ادعا وکړه چې ځيني ځايي چارواکي په جنايي جرايمو کې ښکېل دي چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه اسناد وړاندې کړي.

د ولسي جرګې غړو د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه له د فوق العاده ناستې جوړولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې پر داسې کړنلاره دې کار وشي چې په تپل شوې جګړه کې د ځوانانو د هرې ورځې قربانۍ مخنيوى وکړي.

د جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، ممکن راتلونکى کال د هېواد لپاره خونړی وي.

د هغه په خبره، د دولت وسله والو مخالفينو د خپلو عملياتو لاره بدله کړې او بايد امنيتي ارګانونه هم د هغوى د لارې په بدلون سره اړين چمتووالى ولري.

ابراهيمي د جرګې له غړو وغوښتل چې په کمېسيونونو کې پر داسې اجنډاوو کار وکړي چې له مخې يې د هېواد اوسنى بحران مديريت شي.

نوموړي د جرګې ټولو دايمي کمېسيونونو ته دنده وسپارله چې د هېواد امنيتي وضعيت او په هېواد کې د غوره امنيت د ټينګښت په موخه له امنيتي چارواکو سره د ولسي جرګې فوق العاده ناسته ته تياری ونيسي.

هغه زياته کړه چې دغه ناسته به راتلونکې اوونۍ جوړه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement