جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۶): د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې يې له وسله والو سره د نښتې پرمهال څلور وسله وال وژلي او د ښځو په لباس کې د يو تن په ګډون يې درې نور ژوندي نيولي دي.
د چارواکو په وينا، د وسله والو طالبانو دغو غړو غوښتل د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته برید وکړي؛ خو موخې ته تر رسېدو وړاندې د دوی تر بريد لاندې راغلي دي.
د کب په ۲۶مه د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا په انګړ کې نيول شوي وسله وال، وسلې او نور مهمات او د وژل شويو وسله والو جسدونه رسنيو ته هم وښودل شول.
د يادې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين خبريالانو سره د خبرو پرمهال وويل، وسله والو غوښتل چې د جلال اباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند پر امنيتي پوستو بريد وکړي او ياده لاره نا امنه کړي.
دی وايي چې وسله وال د ملي اردو ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي، چې د نښتې پرمهال څلور وسله وال وژل شوي او درې تنه يې ژوندي نيول شوي، چې له نيول شويو کسانو يوتن يې د ښځو جامې پر تن کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((دوی خپلو بادارانو ته دومره وفادار دي چې حتی د جګړو او خپلو بادارانو د ګټو په خاطر د خپلو مېندو او خوېندو لباسونه هم پر تن کوي، څو وکولی شي چې د خپلو بادارانو رضايت تر لاسه کړي.))
قوماندان سنګين مني چې د جګړې پرمهال يې يو افسر او يو سرباز هم ټپيان شوي؛ خو ډاډ ورکوي چې د سيمې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د جنرال سنګين د معلوماتو له مخې، د يادې نښتې پرمهال د يو ميل راکټ او يو ميل پيکا په ګډون څلور ميله وسلې، لاسي بمونه، مرمۍ، يو عراده موټر او لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت ټول دفاعي او امنيتي ځواکونه او په ځانګړي ډول ملي اردو وسله والو ته اجازه نه ورکوي چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت خراب کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن