ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Mar 2018 - 13:59
په هلمند کې طالبانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Mar 2018 - 13:59

لښګرګاه (پژواک، ۲٦ کب ۹۶): په هلمند کې امنیتي مسوولین او وسله وال طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د۶۱۱ لویې لارې پولیسو د کنډک قوماندان لومړی څارن عبدالبصیر اڅکزی وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل چې د سنګین  پر لاره  د دوی پر پوستو بریدونه وکړي چې  له کلک غبرګون سره مخ  شول.

هغه وویل، په دې جګړه کې  دوه  پولیس او  ۲۹  طالبان وژل شوي او ۷ نور طالبان  ټپیان دي.

نوموړي وویل، دغو مخالفینو ته یاده  مرګ ژوبله ډېره د هوایي بریدونو په ترڅ کې او لږ له دوى سره په جګړه کې اوښتې چې اوس يې ۸  جسدونه ترې راګرځولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند دویم څارن عبدالسلام  وايي چې په دې جګړه کې يې پولیسو ته درې میله وسلې هم په  لاس ورغلې دي.

هغه دغه راز وویل، تېره  شپه يې په مارجې ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال يې نهه وسله وال طالبان  وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ده  په وینا، هلته  يې په همدې عملیاتو کې درې کیلومتره  پرمختګ کړی، ۵۸ ډول ډول ماینونه يې شنډ کړي او لا هم  په سیمه کې عملیات روان  دي.

یوې بلې دولتي سرچینې چې نه يې غوښتل نومې يې افشا شي پژواک ته وويل، تېره ورځ  په ناعلي ولسوالۍ کې یو ماشوم د الوتکو په  هوايي برید کي وژل شوی دی.

بلخوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې تېره  شپه په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې بريدونه  شوي چې لس ۱۰ امنيتي سرتېري په کې وژل شوي دي.

نوموړي دغه  راز وویل، د ۶۱۱ لويې لارې د سنګین  په مربوطاتو کې د دوی دوه  طالبان هم وژل شوي   او په نادعلي ولسوالۍ کې یو کروند ګر د الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.