ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي

کندوز کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي

author avatar
17 Mar 2018 - 16:02
کندوز کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي
author avatar
17 Mar 2018 - 16:02

کندوز- پل علم (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې يې پراخ عمليات پيل کړي، بل لور ته په لوګر کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د کندوز ښار په چپرمه او اورتابلکي سيمو کې افغان ځانګړو ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه دوه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د حميدي په وينا، دغه عمليات به تر هغه دوام لري څو ټولې سيمې د طالبانو له شتونه پاکې شي.

بل لور ته د چپرمې په سيمه کې د ملي امنيت د صفر نهه قطعې قوماندان سيد ياسين پژواک ته وويل چې د دې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه يو کومانډو وژل شوى او يو بل ټپي دی خو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل: ((طالبانو په لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي چې زموږ يو ټانګ پرې برابر شو او دغه مرګ ژوبله موږ ته واوښته.))

دغه راز د دغو عملياتو په اړه د چپرمې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالحکيم پژواک ته وويل چې دغه ډول عمليات هېڅ ګټه نه کوي.

هغه وايي: ((راشي عمليات وکړي، د خلکو کورونه وران کړي، بيا پوستې نه جوړوي، دوى ولاړ شي بېرته طالبان راځي او خلک په سلو ستونزو کې پاتې کېږي.))

داسې مهال په کندوز کې عمليات پيلېږي چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو پژواک ته ويلي چې هر څه ژر بايد په دغه ولايت کې د طالبانو پر وړاندې عمليات پيل شي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په شاه مزار سيمه کې د طالبانو پر يو مرکز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان ذبيح الله په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.