ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچيان د خپلو ستونزو د حل په موخه سراسري، اجرايي او رهبري شوراګانې جوړوي

کوچيان د خپلو ستونزو د حل په موخه سراسري، اجرايي او رهبري شوراګانې جوړوي

author avatar
17 Mar 2018 - 16:47
کوچيان د خپلو ستونزو د حل په موخه سراسري، اجرايي او رهبري شوراګانې جوړوي
author avatar
17 Mar 2018 - 16:47

کابل(پژواک، ۲۶ کب ۹۶): کابل کې د کوچيانو ٥٠٠٠ استازي راټول شوي، څو د کوچيانو د ستونزو د حل او د هېواد په اقتصادي وده کې د هغوى د ښې ونډې په موخه سراسري، اجرايي او رهبري شوراګانې جوړې کړي.

دغه کسان نن کابل ښار کې د لويې جرګې په خېمه کې راټول شوي دي.

د کوچيانو چارو د سمون رياست مشر دلاور فيضان په دغه ناسته کې وويل چې له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې کوچيان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او ورځ تر بلې يې ستونزې ډېرېږي.

هغه زياته کړه چې کوچيانو پخوا د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ستره ونډه لرله خو اوس يې په هېواد کې د وچکالۍ او د هغوى د څړځايونو د غصب له امله مالداري کمه شوې ده.

دى وايي، که د کوچيانو څړځايونه د غاصبانو له منګولو ووځي او کوچيانو ته ورکړل شي، نو کوچيان کولاى شي د مالدارۍ له لارې هر کال ٣١ ميليارد ډالر تر لاسه کړي.

فيضان راغلو کوچيانو ته په خطاب کې وويل:"په تېرو دوو نيمو کلونو کې چې زه د کوچيانو د رياست مشر شوی يم، د کوچيانو لپاره مې د پام وړ کار نه دی کړى، ځکه مې کار نه دی کړی چې موږ ته يې د اړتيا وړ بوديجه نه ده راکړې، له ما سره د کوچيانو د ستونزو د حل په برخه کې هېڅ دولتي ادارې مرسته نه ده کړې؛ په مياشتو مياشتو په دې نه يم توانېدلی چې له وزير او يا هم کوم بل چارواکي سره وګورم."

هغه وويل، کابل ته راغلي ٥٠٠٠ تنه د هېواد له ټولو ولايتونو څخه د کوچيانو ټاکل شوي استازي دي او د دې غونډې موخه دا ده چې د کوچيانو د ستونزو د حل په موخه به همدا نن له دې کسانو څخه د کوچيانو ۵۰۰ کسيزه سراسري شورا جوړه شي.

د ده په وينا، د نن ورځې تر پايه به له يادې سراسري شورا ۹۵ کسيزه اجرايي شورا او له اجرايي شورا څخه به ۳۵ کسيزه رهبري شورا جوړه شي.

په نننۍ غونډه کې د شمال زون د کوچيانو په استازيتوب مېر حمزه لکڼ خېل په نننۍ ناسته کې وويل چې د هېواد په کچه د کوچيانو نږدې ټول څړ ځايونه غصب شوي دي.

دى وايي چې حکومت د کوچيانو روغتيا او زده کړو ته هم اړينه پاملرنه نه ده کړې.

ده له حکومت څخه وغوښتل چې د کوچيانو عمومي رياست په وزارت بدل او د کوچيانو رييس ته د کابينې په ناسته کې د ګډون حق ورکړي تر څو د کوچيانو ستونزې له اړونده ادارو سره شريکې کړاى شي.

د لوېديځ زون د کوچيانو په استازيتوب محمدسالم نوري وويل چې  په افغانستان کې دا مهال کوچيانو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي او ځينې داسې فکر کوي چې کوچيان افغانان نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.