ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان شطرنج باز، هند ته د جلال اباد ډالۍ”

“افغان شطرنج باز، هند ته د جلال اباد ډالۍ”

author avatar
18 Mar 2018 - 13:40
“افغان شطرنج باز، هند ته د جلال اباد ډالۍ”
author avatar
18 Mar 2018 - 13:40

نوى ډيلى (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د پاليکه بازار يوه څنډه کې يې د شطرنج پر لګېدلو تختو مينه وال را ټول دي خو “افغان چاچا” سترګې د تورو او سپينو دانو پر تخته ورګنډلې دي.

هغه له خپل يوه هندي ملګري سره لوبه لري چې موده مخکې يې ورته د چلينج خبره کړې وه.

د کابل ښار د مکروریانو د سيمې دا شطرنج باز ۵۸ کلن عبدالصمد نوابي چې په افغانان چاچا مشهور دی، کلونه کېږي، د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې اروپا ته له کډوالې شوې کورنۍ پاتې شوی او دلته یوازې سر ژوند کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: “زه تنها اوسېږم، د وخت تېرولو په پار هره ورځ ۱۱ بجې زما د اوسېدو له ځايه لسګونه کيلومتره را لرې پاليکه بازار ته راځم، دلته د شطرنج تختې لګوم او تر ماښامه لوبه کوم.”

نوابي له اره د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، کابل ته د مجاهدينو تر راتګه، د کابل مکروريانو کې اوسېده، خو وروسته لومړی پاکستان او درې کاله مخکې هند ته را کډه شو.

نوموړي وويل: “د کابل په کچه به مو د شطرنج لوبې کولې، د وترنرۍ پوهنځي محصل وم چې دا لوبه مې زده کړه، موږ ملکري به په مکروريانو کې سره راټولېدو او شطرنج به مو کاوه.”

صمد د شطرنج د وخت د ملي ټيم لوبغاړی نه دی پاتې شوی، خو د ده په ټکو د کابل په کچه يې د هغه وخت د شطرنج له مشهورو لوبغاړو لوبې ګټلې دي.

پاليکه باراز او شطرنج

پاليکه بازار د نوي ډیلي د ګڼې ګونې سيمه ده، دغلته د ياد ښار تر ټولو ستر د مټرو چوک دی او د قیمي توکو د هټيو تر څنګ له شته يوه زینتي پارکه هره ورځ سلګونه کسان ليدنه کوي.

نوابي د نوي ډیلي له بوګل نومي سيمې هره ورځ دغلته ته ورځي او د شطرنج لوبه کوي.

هغه په خپل تور رنګه بکس کې د شطرنج پنځه تختې ګرځوي او پاليکه بازار ته په رسېدو يې د شطرنج مينه وال د ځان په لوري راماتوي.

دی وايي: “زه د شطرنج دا تختې د دې لپاره نه را وړم چې خلک پرې قمار ووهي، يا دې ما ته پيسې راکړي، زما له دې لوبې سره مينه ده او د نورو مينه والو لپاره يې راوړم.”

افغان چاچا

دا اوونۍ د هند يو شمېر چاپي او انلان رسنيو په خپلو لومړيو مخونو د نوابي په تړاو راپورونه ورکړل او هغه يې پاليکه باز د “مينې چاچا” وباله.

د هغه شهرت د يادې سيمې له اوسېدونکو او هټۍ والو وروسته رسنيو ته معلوم شو.

ځايي شتمن او په عمر پاخه خلک د ورځې په مختلفو وختونو کې د هغه خوا ته ورځي د شطرنج لوبه او مجلسونه ورسره کوي.

د بُلند بهارت ورځپاڼې خبریال واصل خان چې له څو مياشتو راهيسې يې له صمد نوابي سره راشه درشه پيل شوې، وايي، د کابل مينه يې د دغه افغان له مينې درک کړې ده.

هغه پژواک ته وويل: “افغان چاچا انسانیت ته سلام کوم، هغه خپل وخت مصرفوي، دلته راځي څو د شطرنج مينه والو ته د لوبې کولو زمينه برابره کړي. هغه اصلاً موږ ته د جلال اباد ډالۍ ده.”

د واصل خان په وينا، خلک له افغان چاچا سره مينه لري، احترام يې کوي او ډېری کسان ترې لوبه زده کوي.

د شمېرو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې ۱۴زره افغان کډوال مېشت دي چې ډېری يې پر بېلابېلو دندو او چارو بوخت دي، خو پر دې سربېره په وروستيو دوو کلونو کې زرګونه افغانان د درملنې، سوداګرۍ، زده کړو او سیاحت په موخه له دغه هېواده ليدنه کوي.

د صمد نوابي په څېر په دغه ښار کې زيات شمېر نور افغانان پر بېلابېلو هنرونو او په لویه کچه افغان هوټلونه په ښه پخلي مشهور دي چې د هنديانو پام يې ور اړولی دی.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.