ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خبريالان: زموږ پروړاندې ننګونې ډېرې دي

خبريالان: زموږ پروړاندې ننګونې ډېرې دي

author avatar
18 Mar 2018 - 18:42
خبريالان: زموږ پروړاندې ننګونې ډېرې دي
author avatar
18 Mar 2018 - 18:42

کابل(پژواک،۲۷کب۹۶): په هېواد کې يوشمېر خبريالان او د رسنيو کار کوونکي وايي چې پروړاندې يې ننګونې ډېرې دي او حکومت ددغې ننګونې په حلولو کې يوازې د شعار او قوانينو رامنځ ته کولو تر کچې کار کړی او د عملي کېدو لپاره يې هيڅ اقدام نه دی کړی.

د کب ۲۷مه د خبريال ورځ ده،دغه ورځ په هېواد کې له څو کلونو راهيسې نمانځل کېږي، خو  خبريالان په دې ورځ د ځان پر وړاندې د شته ننګونو په اړه اندېښنه په ډاګه کوي.

په کابل کې د يوه خصوصي تلوېزيون خبريالې، پروانې بهار وويل چې د خبريالانو پروړاندې ننګونې ډېرې زياتې دي، نا امنۍ، اطلاعاتو ته نه لاس رسی او ځواب ويلو ته پر وخت د چارواکو نه حاضرېدل يې مهمې ستونزې دي.

نوموړې زياته کړه چې اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره د زمينې برابرېدل، امنيتي او کاري خونديتوب د هر خبريال غوښتنه ده.

خو  زياته يې کړه:" د خبريالۍ له مسلک سره مينه لرم او غواړم چې خپل خلک د هېواد او نړۍ له پېښو څخه خبر کړم، بايد د ټولو ننګونو پروړاندې مبارزه وشي او د برياليتوب  لپاره له مبارزې څخه به هېڅکله لاس وا نه خلم."

د احمد پتيال په نامه يوه بل خبر يال وويل:" ننګونې ډېرې دي، خو په ټوله کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او پوځي کسانو له خوا خبريالانو ته د درناوي نه شتون، د سر خونديتوب  او مناسب معاش نه شتون، تر ټولو مهمې ننګونې دي."

پتيال هم له حکومت څخه وغوښتل چې د خبريالانو د امنيت خونديتوب، د رسنيو له خوا د خبريالانو د معاش ورکړې او اطلاعاتو ته د لاس رسي حق قانون عملي کېدو لپاره دې اقدامات وکړي.

د کابل پوهنتون استاد عبدالقهار جواد وويل چې د دندې خونديتوب نه شتون د خبريالانو پروړاندې يوه ممهمه ستونزه ده، داسې چې که د رسنيو خاوندان هر وخت وغواړي، خپل خبريالان له دندو څخه لرې کولی شي او په ځينو مواردو کې د خبر د مديرانو، ايډيټرانو او رسنيو د خاوندانو د شخصي غوښتنو تپل، د سانسور رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

د افغانستان له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې( نى) يوه مسوول، صابرفهيم وويل چې حکومت د خبريالانو د حقوقو پرځای کولو په برخه کې د قوانينو د جوړېدو تر حده د شعار تر کچې کار کړی او د عملي کېدو لپاره يې هېڅ کار نه دی کړی.

هغه زياته کړه چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي حق قوانينو له نه شتون سره سره، د حکومت له خوا خبريالانو ته دغه حق ور کول کېده، خو نن سره له دې چې په دې اړه قوانين هم شتون لري، خبريالان د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخ دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستيال، سيد اقا حسين فاضل سانچارکي ومنله چې خبريالان ځينې وخت اطلاعاتو ته د نه لاس رسي له ستونزې سره مخ دي، ځکه د وازرتونو په چوکاټ کې اطلاعاتو ته د لاس رسي حق اړونده ادارې شتون نه لري.

نوموړي زياته کړه چې اطلاعاتو ته د لاسر سي حق قانون تېره اوونۍ له سره وکتل شو او له څېړنو وروسته يې د تعديل طرحه تاييد شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.