ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د کندهار- اروزګان لارې د ژر جوړولو غوښتنه کوي

خلک د کندهار- اروزګان لارې د ژر جوړولو غوښتنه کوي

author avatar
18 Mar 2018 - 15:54
خلک د کندهار- اروزګان لارې د ژر جوړولو غوښتنه کوي
author avatar
18 Mar 2018 - 15:54

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د کندهار- اروزګان لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې نه یوازې دغه لار نا امنه شوې، بلکې د جوړولو چارې یې هم په ټپه درېدلې دي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې امنیت خوندي او د جوړولو چارې دې چټکې کړي.

د یادې لارې یوه موټر چلوونکي محمد انور پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوې اوونۍ کېږي چې د دې لارې د جوړولو چارې درېدلې دي.

هغه زیاته کړه، د دې لارې د جوړولو چارې مخکې هم ډېرې ورو روانې وې خو اوس بېخي په ټپه درېدلې دي.

دی وايي، میاشتې وشوې چې د دې لارې مسافر او موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي خو څوک یې هم فریاد نه اوري.

ده وویل، د اروزګان خلک مجبور دي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو او ناروغانو د علاج لپاره کندهار ښار ته ولاړ شي خو په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

د ده په خبره، لاره خامه او سخته خرابه ده، ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري او په ساعتونو ساعتونو مزل کوي.

هغه زیاتوي، ډېر مهال يې موټرونه تخنيکي عوارض پیداکوي او ناروغان پر لار سا ورکوي.
نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دغې لارې د جوړولو غم وخوري.

د ارزوګان یوه اوسېدونکي غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وویل، لار نه یوازې خرابه ده، بلکې نا امنه ده هم ده.

هغه زیاتوي، څو اوونۍ مخکې وسله والو دغه لار د څو ساعتونو لپاره تړلې وه او یو شمېر کسان یې وتښتول چې تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

دی وايي، دا د حکومت مسوولیت دی چې هم د لارې امنیت خوندي کړي او هم یې د جوړېدو غم وخوري؛ ځکه خلک بله چاره نه لري او پر خطرونو سربېره پر دې لار په ډېر کړاو تګ راتګ کوي.

د کندهار- اروزګان لاره تر شاولیکوټ ولسوالۍ پورې پخه ده خو د دې ولسوالۍ له وچ باختو بیا د اروزګان د مرکز ترینکوټ تر تناوچي سیمې پورې د ۳۸ کیلومتره سړک خام او په بد حالت کې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.