ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او نهه نور ټپیان شوي

خوست کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او نهه نور ټپیان شوي

author avatar
18 Mar 2018 - 10:44
خوست کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او نهه نور ټپیان شوي
author avatar
18 Mar 2018 - 10:44

خوست ښار (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): امنيتي چارواکي وايي چې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې چاودنې ۱۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر مازديګر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د سپين کاڼ په سيمه کې د يوې ديني مدرسې مخې ته شوې ده.

د سرچينې په وينا، تر اوسه يې د پېښې د څرنګوالي په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ ويلای شي چې پېښه د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې په دې پېښه کې د ديني مدرسې دوه ماشومان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي چې د خوست ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې يوې بلې امنيتي سرچينې هم د نوم نه خپرېدو په شرط وويل، په دې اړه پلټنې پيل شوې څو د چاودنې څرنګوالی معلوم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.