د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملا رسول ډلې طالبانو د سولې په اړه د اندونیزیا له کنفرانسه ملاتړ اعلان کړ

د ملا رسول ډلې طالبانو د سولې په اړه د اندونیزیا له کنفرانسه ملاتړ اعلان کړ

Mar 18, 2018 - 11:36

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د طالبانو د ملا رسول ډلې عالي شورا د افغانستان د سولې په اړه په اندونيزيا کې د علماوو له جوړېدونکي کنفرانس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ملا رسول ډلې طالبانو د عالي شورا له خوا د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د سولې د ټينګښت په موخه د اسلامي امت د مخورو او په ځانګړې توګه د علماء کرامو هرې هغې غونډې ته چې په هر ځاى کې وي، هرکلى کوي.

ټاکل شوې ده چې د روان زېږديز کال د مارچ مياشتې په وروستيو کې په اندونيزيا کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو کنفرانس جوړ شي.

خو د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو بلې ډلې له دغه کنفرانس سره خپل مخالفت څرګند کړى دى.

د ملا رسول ډلې ويلي چې د افغانستان ملت له ډېرې مودې راهيسې په ډېرو سختو کړاوونو کې خپل ژوند تېروي، خو د سولې تامين د بهرنيو ځواکونو په وتلو پورې تړلى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې تامين یوازې د علماء کرامو او مخلصو متدینو وګړو کار دى او دا ډول غونډو ته تل دوى ښه نيت لري او هرکلى يې کوي.

د طالبانو عالي شورا د اندونيزيا له ولسمشر او له حکومته مننه کړې ده چې له افغانانو سره يې تل همکاري کړې او د داسې غونډو کوربه توب او مسووليت يې پر غاړه اخيستى دى.

ده زياته کړې: ((خداى دې وکړي چي د افغانستان نه ختمېدونکې کشاله په سوله ييزه توګه حل او د بهرنيانو د اشغال ختمولو لپاره د پاى ټکى کېږدي.))

د ملا رسول ډلې پر هغو ډلو هم نيوکه کړې چې له علماوو يې غوښتي څو په دې غونډه کې ګډون ونه کړي او دا کار يې له منطقه لرې او ناسم اقدام ګڼلى دى.

بلخوا پخوانى طالب چارواکى او د عالي شورا غړى مولوي عبدالرحمن نيازي هم ويلي، هر هغه غونډه او ناسته او مفاهمه چې د افغانستان ستونزې په هواري کې همکاري کوي او د بهرنيانو وتلو ته زمينه برابروي، دوى ورته په نېک نظر ګوري.

هغه پژواک ته ويلي، دا څو لسيزې کېږي چې افغانستان په اور کې سوځېږي او د دوامداره جګړو له امله افغانان ځپل شوي دي، د دې جګړې يواځيني قرباني عام افغانان دي او که چېرې جګړې پاى ته ورسېـږي، ګټه يې نېغ په نېغه عامو افغانانو ته رسېږي.

مولوي نيازي د جګړې پر ټولو خواوو غږ کړى چې په اخلاص سره د تفاهم او افغان شموله ناستې ته زمينه برابره کړي، هېواد او ولس نور له جکړو خلاص کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement