ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ٢٠ ښوونځيو په ودانيو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي

د هلمند د ٢٠ ښوونځيو په ودانيو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي

author avatar
18 Mar 2018 - 13:32
د هلمند د ٢٠ ښوونځيو په ودانيو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي
author avatar
18 Mar 2018 - 13:32

لښګرګاه (پژواک، ٢٧ کب ۹۶): د هلمند د پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٢٠ ښوونځيو ودانيو کې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

د دغه ولايت د پوهنې رييس داوود شاه صفاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هلمند کې د پوهنې پر وړاندې پر نورو امنيتي او سيمه ييزو ستونزو سربېره د ښوونځيو په ودانيو کې د امنيتي پوستو شتون له دوى سره لوى ظلم دى.

هغه زیاته کړه، په يوه ښوونځیو کې چې يوه برخه يې پوسته وي او بله برخه يې تدريسي فعاليتونو ته ځانګړې شوې وي، خلک به خپل ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې څنګه زده کړو ته ولېږي.

صفاري وايي: ((د ولسواليو او نا امنو سيمو په ګډون د لښکرګاه ښار د صافيانو سيمې په يوه ښوونځي کې هم د پوليسو پوسته ده، پخوا به نجونې راتلې، خو اوس چې هلته پوسته جوړه شوې، نجونې ښوونځي ته نه راځي.))

د نوموړي په وينا، دغه راز د نادعلي ولسوالۍ د لېسې په ودانۍ کې يو نيم کال د ملي اردو پوسته وه، خو اوس يې بېرته معارف ته سپارلې ده.

د پوهنې رييس وويل چې د ملي اردو د پوستې پر مهال د لېسې ډېرى اسناد ورک او بېځايه شوي او ودانۍ ته يې هم زيان اوښتى دى.

صفاري زياتوي، هغه ښوونځي چې پوستې په کې جوړې شوې وې او بېرته يې دوی ته سپارلې، د بيارغونې لپاره ډېر لګښت ته اړتيا لري، خو دوی بوديجه نه لري.

نوموړي وويل، اړ دي چې په دې برخه کې له شخصي شرکتونو مرسته وغواړي.

د هلمند د پوهنې رييس وويل چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د ٢٠ ښوونځيو په ودانيو کې امنيتي پوستې شته او په دې اړه يې په دوامداره توګه له امنيتي مسوولينو غوښتنه کړې چې د ښوونځیو له ودانیو ووځي، خو هغوى دا ستونزه نه ده هواره کړې.

خو صفاري وويل چې د ښوونځيو پر وړاندې ځينې پخوانۍ ستونزې هوارې شوې او خنډونه يې لرې شوي دي.

هغه زياته کړه چې اوس هم په لرو پرتو سيمو کې ځينې امنيتي ستونزې شته او له ښوونځيو سمه څارنه نه شي کولى.

نوموړى وايي، اوس يې د څارنې يوه ډله جوړه کړې ده، هغې له ځينو ښوونځيو څارنه هم پيل کړې، څو خيالي ښوونځي او ښوونکي په ګوته کړي.

د پوهنې د رييس د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د تشکیل له مخې ټول ٤٠٠ ښوونځي لري چې ١٠٢ يې بندې دي او د ٢٣زره نجونو زده کوونکو په ګډون ١٦٥زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د نادعلي ولسوالی د مرکزي لېسې يوه زده کوونکي محب الله پژواک ته وویل چې د دوى په ښوونځي کې د ملي اردو پوسته وه؛ له دې امله یې په يوه بل کور کې زده کړې کولې.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو سرتېري اوس له ښوونځي وتلي، خو ودانۍ دومره خرابه شوې چې د استفادې جوګه نه ده.

نوموړي له قول اردو وغوښتل چې د ښوونځي ودانۍ ورته فعاله کړي، څو دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

بل لور ته د صافيانو سيمې د دوستي لېسې يوه زده کوونکي محمد عمر پژواک ته وويل چې د دوى په ښوونځي کې اوس هم د پوليسو پوسته پرته ده.

هغه وايي: ((موږ ورسره ډېر په تنګ يو، مکتب کې دننه نظامي کسان ګرځي، زموږ ادارې څو ځلې په دې اړه شکايت هم کړى دى، خو چا يې تر اوسه غږ نه دى اورېدلى.))

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، کله چې په تېرو دوو کلونو کې په سيمه کې جګړې ډېرې شوې، ښوونځي بند او يا هم نورو سيمو ته ولېږدول شول، په دې وخت کې د ځينو ښوونځيو په ودانیو کې پوستې جوړې شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت په نظامي غونډه کې پر دې موضوع د چارواکو تر منځ خبرې شوې او له ډېرو ښوونځيو پوستې راټولې شوې او امنيتي ځواکونه ترې وتلي دي.

خو د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافي د پوهنې د رييس د ٢٠ ښوونځيو په اړه شوې ادعا رد کړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د لښکرګاه د صافيانو په ښوونځي کې د لږې مودې لپاره پوسته وه، خو اوس دا ستونزه هواره شوې ده.

دى وايي چې په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې به د نورو امنيتي ستونزو له امله ښوونځي بند وي، په ټولو ٢٠ ښوونځيو کې پوستې نه دي جوړې شوې.

په ناد علي ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې برخې يوه مسوول چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې طالبانو د پوهنې رياست ټول اصول منلي او په هېڅ صورت کې يې ودانۍ او نور امکانات د سياسي او نظامي چارو لپاره نه دي کارولي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.