کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د افغانستان د صنايعو ټولنې د کابل ښار د پلچرخي کوچني صنعتي پارک نږدې سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله له يادې سيمې د نظامي تاسيساتو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
چارواکو ويلي، په دغه بريد کې چې موخه يې د بهرنيانو د جي فور اس (G4S) کمپ و، درې ملکيان وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور ټپيان شوي دي.
د يادې ټولنې مشر سخي احمد نن کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، وروستيو څلورو کلونو کې په ياده سيمه کې دا پنځم ځانمرګى بريد دى.
نوموړي زياته کړه: "له حکومت او بهرنيو ځواکونو غواړو چې له يادې سيمې خپل امنيتي ځواکونه وباسي."
د هغه په وينا، په ياده سيمه کې له بريدونو د مخنيوي لپاره بايد په دغه سيمه کې نظامي تاسيسات شتون ونه لري، ځکه په دغه سيمه کې د ٦٥٠ فابريکو د جوړولو لپاره ميليونونه ډالره پانګونه شوې او شاوخوا څلور زره کسان په کې کارونه کوي.
هغه وويل، په ياده سيمه کې به د نا امنيو دوام له هېواد د پانګې د تېښتې لامل شي.
دغه راز نوموړي زياته کړه، انسان تښتونه د صنعتکارانو بله ستونزه ده او په ځينو مواردو کې امنيتي ځواکونه د صنعتکارانو او سوداګرو د امنيت ټينګښت کې پاتې راځي.
پيمان وايي، د کورنيو چارو وزارت د تګلارې پر بنسټ، هر صنعتکار ته يو ميل وسله ورکول کېږي چې دغه اندازه د يو شمېر سترو فابريکو لپاره بسنه نه کوي او په دې اړه بايد له سره غور وشي.
د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمين زاده په ياده سيمه کې د ځانمرګو بريدونو له رامنځته کېدو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، له يادې سيمې بايد نورو ځايونو ته پوځي تاسيسات ولېږدول شي.
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند مسافر قوقندي په دغه ناسته کې وويل، کومې ستونزې چې د صنعتکارانو له لوري مطرح شوې او دغه راز د دوى ټولې غوښتنې پر ځاى دي، ټولې يې له ځانه سره ليکلې او د سوداګرۍ له وزير سره به يې شريکې کړي.
نوموړي زياته کړه، دغه ټولې ستونزې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير له لوري هرومرو د کابينې په ناسته کې مطرح شي او د حل لپاره به يې ګام پورته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن