غزني ښار(پژواک،٢٧کب٩٦): په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د قلعه قاضي په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي خو د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان وايي چې په دغه بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه په ډاګه نه ده.
دغه راز د قلعه قاضي سيمې اوسېدونکي محمد مصطفى پژواک ته وويل چې سهار مهال د دوى په سيمه کې د پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه وشوه.
هغه وايي: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم، خو طالبانو نارې وهلې چې پوسته يې نيولې ده.))
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د قلعه قاضي پوسته طالبانو نيولې ده.
هغه وويل چې د دې پوستې د نيولو پر مهال اته پوليس وژل شوي او وسلې يې طالبانو له ځان سره وړې دي.
مجاهد وايي چې په دغه بريد کې يواځې يو طالب ټپي شوى دى.
د يادونې ده، په روان کال کې دا څويم ځل دى چې وسله وال طالبان دغه پوسته نيسي او پوليسو ته مرګ ژوبله اړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن