ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او پروان کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار او پروان کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Mar 2018 - 11:06
ننګرهار او پروان کې اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Mar 2018 - 11:06

جلال اباد- تالقان- پل علم- کندوز (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): په ننګرهار او پروان ولایتونو کې د امنیتي پېښو له امله اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي چې په چپرهار ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د خښ شوي ماين چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د چپرهار ولسوالۍ په پتيرۍ سيمه کې نن سهار شاوخوا اووه بجې د ملکي وګړو پر يو هينو موټر د وسله والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده.

دی وايي چې د چاودنې په ترڅ کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی، خو هينو ډوله موټر ته یې زیان اوښتی دی.

بلخوا د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دوربابا ولسوالۍ کې پوليسو د عملياتو پر مهال درې کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه توکي په ١٢ بوريو کې ځاى پر ځاى شوي وو، خو په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي.

د يو بل خبر له مخې، په پروان ولايت کې د دوو کورنيو تر منځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي پژواک ته وويل چې دا پېښه نن سهار د بګرام ولسوالۍ د ماهيګير په سيمه کې د تره د زامنو تر منځ رامنځته شوې وه.

د نوموړي په وينا، د اوبو پر سر رامنځته شوې دې نښته کې يو کس وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

بلخوا د لوګر ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو د مخابراتو مسوول وژل شوی او درې ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.

د والي وياند سليم صالح پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله د ملا امان الله په نامه د وسله والو د مخابراتو مسوول وژل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.