ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نړيواله ټولنه دې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې اعتراض کوونکو مشروع غوښتنې ومني”

“نړيواله ټولنه دې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې اعتراض کوونکو مشروع غوښتنې ومني”

author avatar
18 Mar 2018 - 16:48
“نړيواله ټولنه دې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې اعتراض کوونکو مشروع غوښتنې ومني”
author avatar
18 Mar 2018 - 16:48

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۹۶): د مشرانو جرګې ځينې غړي د ډيورنډ کرښې هغې غاړې د پښتنو له اعتراضونو څخه د ملاتړ تر څنګ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د يادو اعتراض کوونکو روا غوښتنې دې ومني.

د پاکستان په کراچۍ کې د نقيب مسيد په نوم د يوه قبايلي ځوان له وژل کېدو وروسته د ډيورنډ کرښې هغه غاړې پښتنو په اسلام باد کې پر اعتراضونو لاس پورې کړ او د دوی اعتراضي غونډې له ۱۱ ورځو وروسته هغه مهال ختمې شوې چې د پاکستان حکومت یې د غوښتنو د پوره کولو ژمنه وکړه.

د مسيد قاتلينو ته جزا ورکول، په پاکستان کې د پښتنو د ځورولو او هدفي وژنو مخنيوی، په وزيرستان کې د ماينونو پاکول او د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې بندېدل د اعتراض کوونکو غوښتنې وې.

اعتراض کوونکو يو ځل بيا په بېلابېلو سيمو کې خپل اعتراضونه پيل کړي، وايي چې د پاکستان حکومت يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

پرون يو شمېر مدني فعالانو، د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې پښتنو په ملاتړ د کابل ښار په حضوري چمن سيمه کې د احتجاج خېمې په وهلو سره، له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريکا څخه وغوښتل چې پاکستان دې په تور لېست کې شامل کړي.

مشرانو جرګې په خپله نننۍ ناسته کې د يادې موضوع په اړه بحث وکړ.

د مشرانو جرګې غړي محمد حسن هوتک له يادو اعتراضونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې په څو لسيزو جګړو کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو په بېلابېلو نومونو قربانۍ ورکړې او زياته يې کړه چې د دغه کار دوام د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.

نوموړي له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې پر پاکستان دې فشار راوړي څو د اعتراض کوونکو غوښتنې ومني او د دغه هېواد استخبارات دې د پښتنو له هدفي وژنو  لاس واخلي.

په مشرانو جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمدحنيف حنفي هم ورته نظر لري او ويې ويل: "د ډيورنډ کرښې دواړه غاړې پښتانه به هېڅکله سره بېل نه شي او موږ له خپلو وروڼو ننګه کوو."

نوموړي پاکستان د ترهګرۍ اصلي ملاتړی او تمويلوونکی هېواد وباله او له نړيوالې ټولنې په تېره بيا امريکا یې وغوښتل چې د دغه هېواد نوم دې په تور لېست کې شامل کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم وويل چې مشرانو جرګه له هغې مبارزې ملاتړ کوي چې د انسانانو د ازادۍ لپاره وي.

هغه زياته کړه: "د پاکستان پښتانه له کلونو را په دېخوا په ځانګړې توګه له ۱۷کلونو راهيسې د پنجابي پوځيانو تر ظلم لاندې دي او تر اوسه يې زرګونه قربانۍ ورکړې دي او افغانانو ته پر دوی ظلم د منلو وړ نه دی."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.