زرنج (پژواک،۲۷کب۹۶): د نيمروز ځايي چارواکي وايي چې د ايران د زاهدان-بندر عباس لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۱ افغان کډوال ټپيان شوي چې لس کسان يې نيمروز ته لېږدول شوي دي.
د نيمروز ولايت د کډوالو چارو رييس حاجي ګل صافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه دوه ورځې وړاندې رامنځ ته شوې او د پېښې لس ټپيان د زرنج په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د نيمروز د مدني بنسټونو د ټولنې مشر عتيق الله نوزاد وويل چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې د زاهدان- بندرعباس لارې په اوږدو کې د ترافيکې پېښې له امله ټپيان شوي چې يو شمېر يې د سختو ټپونو له امله په ايران کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي وويل چې دغه کسان د هرات، بادغيس، غور او کندوز ولايتونو اوسېدونکي دي.
د کندوز ولايت اوسېدونکي محمد جمعه وويل: "د وزګارتيا او بدبختۍ له امله ايران ته د کار لپاره روان شوم، په سختۍ سره له نيمروز څخه پاکستان ته ولاړو او له هغه ځايه ايران ته و بالاخره څوک مړه او څوک ټپيان خپل هېواد ته را ستانه شو."
د عبدل په نامه د پېښې يوه بل ټپي هم وويل: "موږ ۲۱ تنه د وزګارۍ او بدبختۍ له ا مله په يوه موټر کې ايران ته روان وو، چې موټر ټکر وکړ او ټول ټپيان شو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن