ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دايکنډي کې له خبريالۍ سره د نجونو لېوالتيا زياته شوې ده

په دايکنډي کې له خبريالۍ سره د نجونو لېوالتيا زياته شوې ده

author avatar
18 Mar 2018 - 13:46
په دايکنډي کې له خبريالۍ سره د نجونو لېوالتيا زياته شوې ده
author avatar
18 Mar 2018 - 13:46

نيلي (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): که څه هم په دغه ولايت کې حاکمو رواجونو د دغه ولايت پر ښځينه خبريالانو سيورى کړى، خو له رسنيزو فعاليتونو سره د هغوى لېوالتيا د پخوا په پرتله زياته شوې ده.

د دايکنډي راډيو خبرياله معصومه سيرت چې له درېيو کلونو راهيسې خبريالي کوي، وايي چې که څه هم په دې وروستيو کې له رسنيو سره د نجونو لېوالتيا زياته شوې، خو د امکاناتو او کاري خونديتوب نشتوالى او اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې چې په رسنيو کې د دوى د فعاليت مخنيوى وکړي.

په دايکنډي کې يوې خبريالې صديقي ګلاني وويل چې په رسنيو کې د نجونو د کار په اړه منفي ليد د دوى د ځور سبب ګرځي.

هغې زياته کړه چې په ټولنه کې له خنډونو او د ځينو کسانو پر منفي ليد سربېره هم په دايکنډي کې د خبريالې په توګه په پوره شوق سره کار کوي او خلکو ته له خبر رسونې خوښه ده.

د دايکنډي ولايت خبريالان وايي چې د امکاناتو او کاري خونديتوب نشتوالى او اقتصادي ستونزې په دغه ولايت کې د خبريالانو او رسنيو عمده او بنسټيزې ستونزې دي.

دغه خبريالان د ژورنالېستانو له ملاتړو بنسټونو تمه لري چې د دغه ولايت له ښځينه خبريالانو ملاتړ وکړي او د هغوى لپاره د ظرفيت جوړونې پروګرامونه جوړ کړي.

له بلې خوا د دايکنډي د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد حسين سيريت پژواک ته وويل چې له بده مرغه د دغه ولايت ښځينه خبريالانې له ګڼو ننګونو سره مخ دي، خو په روان کال کې د تېرو کلونو په پرتله د خلکو او مسوول چارواکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او له خبريالانو سره ښه چلند کوي.

نوموړي زياته کړه چې حکومتي ارګانونه هر وخت له کوم جنسيتي تبعيض پرته خبريالانو ته معلومات ورکوي، خو د رسنيو له ملاتړو موسساتو او بنسټونو غواړي چې د ښځو د کاري وضعيت ښه والي ته اړينه پاملرنه وکړي.

په دې ولايت کې د رسنيو چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله له خبريالۍ سره د نجونو لېوالتيا زياته شوې او د ولايت ځايي رسنيو کې د کار لپاره مراجعه کوي.

د دايکنډي په نوم راډيو مسوول مدير سيد انور شهاب وويل، کومې نجونې چې په رسنيو کې له کار سره لېوالتيا لري، دوى يې د اقتصادي ستونزو په سبب نه شي ګومارلى.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې ولايت کې د ملي راډيو ټلوېزيون ترڅنګ څلور راډيوګانې، دوه اوونيزې او ١٧خبريالان او ګزارشګران په دغه ولايت کې شتون لري چې څلور يې ښځې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.