ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیکا کې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Mar 2018 - 16:25
پکتیکا کې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Mar 2018 - 16:25

ښرنه (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اورګون ولسوالۍ د هوايي او ځمکني بريدونو په ترڅ کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د اورګون ولسوالۍ په پيرکوټي، خرم بازار او لوى پيرکوټي سيمو کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د ارين د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د طالبانو دوه مهم مرکزونه له منځه تللي خو دوه افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو د زون قوماندان تورن جنرال شعور ګل هم وويل چې د پکتيکا په ډېرو سيمو کې د افغان ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات روان دي.

هغه زياته کړه چې تېره شپه يې د اورګون ولسوالۍ اړوند سيمو کې بمبار او ځمکني عمليات کړي چې په ترڅ کې یې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پيرکوټي سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د شپې تر ناوخته پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې تېره شپه طالبانو د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ په هستې کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې یې پنځه پوليس وژل شوي دي.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند بيا وايي چې د جاني خېلو په بريد کې يواځې دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي او يو رينجر موټر له منځه تللى دى.

د يادونې ده، د هوا په ګرمېدو سره د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې جګړو زور اخيستى چې له امله يې د ښکېلو خواو تر څنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.